لاس رسیدونکی لینک

د پاکستان په ګډون یو شمیر هیوادونو کې د غریبۍ سیوا کیدو خبرداری


پاکستان کې په کال2010 د راغلو سیلابونو له امله 20 لکه ایکړه د کروندې زمکې ته نقصان رسیدلی

د نړیوال بانک په یو اوسني راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې که چرې په موسمي بدلونونو قابو ونه موندل شوه نو کال 2030 پورې به ټوله دنیا کې نور 10 کروړه خلک هم د غربت د لیکې نه په ښکته ژوند کولو مجبوره شي.
په دغه راپور کې د پاکستان په هکله وئیل شوي چې موسمي بدلونونه پاکستان کې د غربت د لیکې نه ښکته د ژوند تیروونکو 40ؤ فیصدو نه د زیاتو کسانو امدن کې د نور 8 فیصده نه د زیات کمي لامل کیدی شي
د راپور له مخې د موسمي بدلونو له امله د غلې پیداوار کې کموت اؤ د خوراک څښاک د څیزونو نرخونو کې د اضافې سبب کیږي چې په دې وجه ګڼو ملکونو کې غریبي په چټکتیا سره سیوا کیږي.
ددغو وجوهاتو له امله کومو هیوادونو کې چې غریبي سیوا کیږي هغې کې پاکستان، سریلنکا،ګوئټی مالا،تاجکستان اؤ یمن تر ټولو ریات اغیزمن کیږي. خو په راتلونکي کې به دغو هیوادونو کې د غربت شرحه مختلفه وي.
قدرتي افتونه د خوشحاله خلکو په مقابله کې غریب خلک څنګه اغیزمن کوي؟ رپورټ کې دغه حواله داسې ورکړی شوې چې پاکستان کې په کال2010 د راغلو سیلابونو له امله 20 لکه ایکړه د کروندې زمکې ته نقصان رسیدلی چې ددې په وجه دغنمو پیداوار سخت متاثره شو اؤ دغسې په پاکستان کې د غنمو نرخونه 50فیصده یا نیم په نیمه وختل.
ان وجوہات کی بنا پر جن ممالک میں غربت میں اضافہ ہورہا ہے اُن میں پاکستان، سری لنکا، گوئٹے مالا، تاجسکتان اور یمن سب سے زیادہ متاثر ہورہے ہیں، تاہم مستقبل میں ان ممالک میں غربت کی شرح مختلف ہوگی۔
د راپور له مخې د سیلابونو نه وروستو ځپل شوؤ سیمو کې وبایي ناروغۍ خورې اؤ ددې له امله وضعیت نور هم خراب شو ، بیا د پولو مخنیوي کې ناکامۍ پاکستان ته نور نقصان هم ورسولو.
راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې ددغو موسمي بدلونونو سره ټوله دنیا کې کال 2030 پورې د غلې پیداوار کې 5 فیصده کمی راتلی شي چې کال 2018 دغه کمی 30 فیصده ته لوړیدی شي.
د راپور په اساس د موسمي بدلونونو له وجې د زیاتیدونکو ناروغو له امله هم غربت کې په چټکتیا سره اضافه کیږي اؤ غریب هیوادونه د ګلوبل وارمنګ نه زیات متاثره کیږي.

د جنوبي ایشیاء اؤ افریقې سیمه ددغو بدلونونو نه سخته متاثره کیږي چرته چې د خوراک د سیوا کیدونکو نرخونو له امله غریب خلک نور هم غریب کیږي.
د نړیوال بانک ډله کې د موسمیاتي بدلونونو د څانګې سنئیر ډائریکټر جان رومي وینا ده چې مونږ سره د موسمي بدلونونو په مهال د غربت د ختمولو توان شته خو ددې دپاره به به مونږ ته په موسمي بدلونونو پوهیدل اؤ هغه د پرمختیا سره تړل وي.
هغه زیاتوي چې د غربت د ختمولو دپاره به مونږ ته په چټکتیا سره کار کول وي ګنې د وخت په تیریدو سره به د موسمي بدلونونو له امله زمونږ ستونزو کې نوره اضافه هم وشي.

XS
SM
MD
LG