لاس رسیدونکی لینک

د مسلم ليګ(ن) ايازصادق بيا د قومي اسمبلۍ سپيکرمنتخب شو


ايازصادق د قومي اسمبلۍ ۲۰م سپيکر منتخب شو .

د پاکستان ښکتني اېوان (قومي اسمبلۍ) د سپيکر ټاکنې د حکومتي واکمنه ګوند پاکستان مسلم ليګ (ن) ډلې اياز صادق وګټلې او هغه بيا د اسمبلۍ سپيکر منتخب شو .

نن د ګل په ورځ د سپيکر د انتخاب دپاره د حکومتي واکمنه ډلې مسلم ليګ (ن) د ايازصادق او اپوزيشن ډلو کې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) شفقت محمود ترمينځ مقابله وشوه .

د سرکاري ميډيا ترمخه د ۳۴۲ غړو په ايوان کې اياز صادق ۲۶۸ او شفقت محمود ۳۱ووټونه ترلاسه کړي دي .

ايازصادق د قومي اسمبلۍ ۲۰م سپيکر منتخب شو .

د مسلم ليګ (ن) ډلې اياز صادق چې له دې وړاندې اسپيکر ؤ ، تېره ورځ نوموړي وئيلي چې په پارليمان کې ورته د پيپلزپارټۍ، اېم کيواېم، جی يو ائي اېف ، ازادو او قبائيلي ممبرانو مرسته حاصله ده .

قومي اسمبلۍ کې د مسلم ليګ (ن) ۱۸۸، پيپلزپارټۍ ۴۶ ، پي ټي ائي ۳۳، اېم کيواېم ۲۴ او جی يو ائي اېف ۱۳ ممبران دي .

د اسپيکر د چوکۍ دپاره د قبائيلي سيمې اورکزۍ ايجنسۍ نه کامياب د قامي اسمبلۍ غړي غازي ګلاب جمال (جي جي جمال) هم کاغذونه جمع کړي خو وروستو يې د اياز صادق په ملاتړ کې خپل کاغذونه واپس واخيستل .

ايازصادق د کال ۲۰۱۳م په عامو ټاکنو کې د لاهور په اېن ای ۱۲۲ حلقه باندې د پي ټي ائي چيئرمېن عمران خان ته ماتې ورکړې وه او بيا اسپيکر منتخب شوی ؤ .

وروستو عمران خان په اليکشن ټربيونل کې د اياز صادق ګټه چېلنج کړه ، او د روان کال د اګست په مياشت کې اليکشن ټربيونل په دغه حلقه بيا د انتخاباتو کولو فېصله وکړه ، او اياز صادق د اکتوبر په ضمني انتخاباتو کې د پي ټي ائي عليم خان ته ماتې ورکړه .

پي ټي ائي چې له وړاندې هم تل وئيلي او په اسلام اباد کې يې په دغه خبره دهرنا ورکړې وه چې د کال ۲۰۱۳م په عام انتخاباتو کې په غټه کچه دهاندلي شوې اوس هم وايي چې د این ای ۱۲۲ نتيجې به بيا اليکشن کميشن ته وړي .

XS
SM
MD
LG