لاس رسیدونکی لینک

جنرال راحيل شريف د امريکې په سفر ځي


څيړونکې د پاکستان په خارجه تګ لاره پوځي اثر ته په کتو سره د جنرال راحيل شريف دغه دوره ډېره اهمه ګڼي

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف روانه مياشت کې د امريکې پينځه ورځنی سفر کوي ، او په دغه دوره کې به نوموړی امريکايي چارواکو سره د سيمې د امنيت او افغانستان د حالاتو او روغې جوړې د خبرو ترڅنګ په يو شمېر نورو مهمو موضاعاتو خبرې اترې کوي .

د سرکاري ميډيا ترمخه د پوځ مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار وئيلي ، ټاکل شوې چې د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف به د روانې مياشتې (نومبر) د 15م نېټې نه تر 20م نېټې پورې د امريکې دوره کوي ، او په دغه سفر کې به نوموړی د امريکې د پوځي او غېر پوځي چارواکو سره ويني ، او د سيمې د امنيت په سر به ورسره خبرې کوي .

د پوځ سرلښکر په داسې مهال د امريکې سفر کوي چې تېره مياشت وزيراعظم نوازشريف د امريکې په دوره ورغلی ؤ او د امريکې د صدر باراک اوباما سره يې د سيمې او افغانستان د امنيت ترڅنګ په يو شمېر امورو خبرې اترې کړې وې .

څيړونکې د پاکستان په خارجه تګ لاره پوځي اثر ته په کتو سره د جنرال راحيل شريف دغه دوره ډېره اهمه ګڼي او وايي چې په دغه سفر کې به په ټولو امورو ښې ډېرې تفصيلي خبرې اترې وشي .

راپورونه وايي که څه هم پوځي سرلښکر امريکايي چارواکو سره د سيمې په امنيت او نورو موضوعاتو خبرې کوي خو د دغو خبرو تر ټولو مرکزي نکته به افغانستان او په دغه هېواد کې د سولې عمل او امنيت وي .

روان کال د جولائۍ په مياشت کې د پاکستان په کوربه توب د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ په لمړي ځل خبرې شوې وې چې د امريکې او چين استازو پکې ګډون کړی ؤ ، خو يوه مياشت پس په دويم ځل کېدونکې دغه خبرې د طالبانو د مشر ملاعمر د مړينې د خبر مخې ته راتلو نه وروستو وځنډول شوې .

واشنګټن او اسلام اباد دواړه په دې نظر دي او غواړي چې د افغانستان د سولې خبرې بيرته بحال شي ، او څيړونکي په دې خيال دي چې راحيل شريف به امريکايي چارواکو سره په دغې لړ کې د پاکستان نظر شريک کړي .

تېره مياشت صدراوباما او نوازشريف هم په سپينه ماڼۍ کې د ليدني په مهال په طالبانو افغان حکومت سره د خبرو کولو غږ کړی ؤ ، او د پاکستان سول او پوځي قيادت تل دغه خبره کوي چې د افغانستان شخړه دې د خبرو د لارې هواره شي .

او پاکستان وايي که چرته افغانستان وغواړي د افغان سولې د خبرو عمل کې اسانيتاؤ برابرولو او کردار ادا کولو تيار دی . خو په وروستيو کې د کابل او اسلام اباد اړيکې د تريخوالي ښکار شوي دي . کابل تور پورې کوي چې افغانستان کې په وروستيو کې د ترهګرۍ په رامنځته شوؤ پېښو کې د پاکستان لاس دی خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي .

راپورونه وايي جنرال راحيل شريف به د امريکا په سفر کې امريکايي چارواکو سره د پاکستان د ايټمي پروګرام او هند سره د اړيکو په موضوع هم خبرې وکړي .

د جنرال راحيل شريف د امريکې د دورې په اړه د ډيوه ريډيو خبريال رياض حسېن د دفاع چارو کارپوهه (ر) بريګيډيئر سيدنظير سره خبرې کړې په لاندينې لنک کې يې اورېدی شئ .

XS
SM
MD
LG