لاس رسیدونکی لینک

بنګله دېش کې دڅلورو پاکستانو په ګډون مشکوک وسله وال نيول شوي


د نيول شوؤ کسانو د ولقې نه پوليسو جهادي پمفلټې، سي ډيز، څلور پاکستاني پاسپورټونه، موبائيل ټيليفونونه او په زرګونو پاکستانۍ روپۍ ترلاسه کړي دي

د بنګله ديش پوليسو وئيلي په تُندروۍ کې د ککړتيا په تور يې د څلورو پاکستانيانو په ګډون اووه مشکوک کسان نيولي دي .

د ډهاکې پوليس يو اعلی چارواکي منيرالاسلام د اتوار په ورځ خبريالانو ته وئيلي چې ملزمان د پلازميني د هوائي ډګر سره نزدې نيولي شوي دي او په دويي شک کيږي چې اړيکي يې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې "جماعت المجاهدين بنګله ديش" سره دی .

د منيراسلام په وينا د نيول شوؤ کسانو د ولقې نه پوليسو جهادي پمفلټې، سي ډيز، څلور پاکستاني پاسپورټونه، موبائيل ټيليفونونه او په زرګونو پاکستانۍ روپۍ ترلاسه کړي دي

روئټرز خبري ادارې د پوليس افسر د قوله په خپل راپور کې ليکلي چې نيول شوؤ پاکستانيانو په بنګله دېش کې د ترهګرو د مالي مرستې دپاره د جعلي کرنسۍ (روپو) کاروبار کولو .

هغه وئيلي پوليس شک کوي چې ټول نيول شوي کسان د جماعت المجاهدين فعاله غړي دي، او دويې د ترهګرۍ د بريدونو او خپل نيټ ورک نور مظبوطؤلو په موخه د هوايي ډګر سره نزدې يو وداني کې راجمع ؤ چې پوليس پرې چهاپه ووهله.

پوليس افسر وئيلي دويې د نيول شوؤ کسانو نه پلټنې کوي چې او پوليس د ځان پوهه کولو هڅه کوي چې ايا په بنګله دېشن کې په ورستيو کې شوؤ حملو او بلاګرانو په وژنه کې هم دوي لاس لرلو کنه .

د منيرالاسلام په وينا د نيول شوؤ څلورو پاکستانيانو سره موجود پاسپورټونه صحيح دي او د دې نه معلوميږي چې بنګله دېش ته دويې تګ راتګ کوي .

XS
SM
MD
LG