لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : دجيټ الوتکو بمبارۍ کې پينځه جنگيالي وژل شوي


 دامنيتي سرچينو ترمخه دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په کوکي خيل علاقه کې دجيټ الوتکو څخه دترهه گرو په شکمنو ځالو بمباري شوې ده چې پکې دهغوي دوه ځالې هم تباه شوي دي.
دامنيتي سرچينو ترمخه دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په کوکي خيل علاقه کې دجيټ الوتکو څخه دترهه گرو په شکمنو ځالو بمباري شوې ده چې پکې دهغوي دوه ځالې هم تباه شوي دي.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دجيټ الوتکو څخه دترهه گرو شکمنې ځالې په نخښه کړل شوي چې پکې پينځه جنگيالي وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

دامنيتي سرچينو ترمخه دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په کوکي خيل علاقه کې دجيټ الوتکو څخه دترهه گرو په شکمنو ځالو بمباري شوې ده چې پکې دهغوي دوه ځالې هم تباه شوي دي.

سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه ددغو عملياتو اؤ پکې مخالف لوري ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى په ازادانه توگه نۀ شي کيدى.

دپاکستان پوځ اوس اوس خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دخيبر ون اؤ خيبر ټو په نوم عمليات پاې ته رسولي اؤ دغو عملياتو کې يې دسلگونو جنگيالو دوژلو دعوه کړې وه، خو ددې باوجود سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دنښتو راپورونه ترلاسه کيږي.

دپاکستان پوځ دتير کال دجون دمياشتې راهسې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دضرب عضب په نوم په عملياتو بوخت دى اؤ دعوه لري چې دغو عملياتو کې يې د٣٥٠٠ؤ څخه زيات ترهه گر وژلي اؤ خواؤشا ٣٥٠ؤ عسکرو پکې هم خپل ژوند دلاسه ورکړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG