لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

٢٠١٧م پورې داسرائيل فلسطين امن تړون امکان نشته،اوباما


 امريکائي صدر دمايوسۍ دغه څرگندونه په داسې حال کې کړې ده چې دگل په ورځ سپينه ماڼۍ کې هغه داسرائيلي وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو دکوربه توب لپاره تياري کوي.
امريکائي صدر دمايوسۍ دغه څرگندونه په داسې حال کې کړې ده چې دگل په ورځ سپينه ماڼۍ کې هغه داسرائيلي وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو دکوربه توب لپاره تياري کوي.

دسپينې ماڼۍ چارواکي وائي امريکائي صدر براک اوباما دې نتيجې ته رسيدلى چې کله هغه کال ٢٠١٧م کې خپله چوکۍ پريږدي، تر هاغه وخته به اسرائيلي اؤ فلسطيني مشران دامن تړون په اړه کوم ځانگړي پرمختگ ته ونۀ رسيدلى شي.

امريکائي صدر دمايوسۍ دغه څرگندونه په داسې حال کې کړې ده چې دگل په ورځ سپينه ماڼۍ کې هغه داسرائيلي وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو دکوربه توب لپاره تياري کوي.

دغه سرمشريزه غونډه اسرائيلي حکومت سره امريکائي سفارتي اړيکو کې دښه والي راوستو اؤ پوځي اړيکو ته دودې ورکولو يوه هڅه گرځولى شي، اسرائيل دايران دجوهري تړون سخت مخالفت کوي.

داوباما دقومي سلامتۍ کونسل کې دمينځني ختيز دچارو ماهر روب مالى وئيلي دي چې دليدنې په مهال به اوباما په نيتن ياهو ټينگار کوي چې هغه دې دفلسطينيانو په اړه دخپلو تگلارو تفصيل وړاندې کړي.

دهغه په قول صدر وئيلي دي چې مونږ ته به يو حقيقت پسندانه اندازه لگول وي ، اؤ هغه دا چې دهغه دصدارت دپاتې مودې په مهال به کوم مربوط غوڅ تړون ونۀ شي اؤ ددواړو خواؤ ترمينځ به کوم گټور مذاکرات ونۀ شي.

بل لوري ته د دي يروشلم پوسټ ترمخه نيتن ياهو دخپل نوي لوړپوړي وياند، ران باراز تعيناتي ځنډولې، هغه دسږکال په پيل کې دخپل فيس بک په پاڼه ليکلي وؤ اوباما ديهوديانو مخالف دى.

نيتن ياهو دجمعې په ورځ په ټوئټر يو بيان کې وئيلي دي چې هغه به دبازار دتعيناتۍ بيا دسره جاج اخلي اؤ کله چې دواشنگټن څخه اسرائيل ته راستون شي نو دغه معاملې ته به پام کوي.

باراز دزيارت په ورځ دفيس بک پخپل شوي پوسټ بخښنه غوښتې خو نيتن ياهو دا په مکمله توگه ناقابل قبول گرځولې.

باراز به نيتن ياهو سره دواشنگټن په سفر نۀ ځي.

اوباما انتظاميې داسرائيل فلسطين دامن دعمل بحالۍ لپاره مهمې هڅې کړي دي چې مقصد يې داسرائيل ترڅنگ دفلسطين ديو بيل رياست قيام دى.

خو کال ٢٠١٤م کې داسرائيل اؤ فلسطين ترمينځ خبرې ځنډيدلې وې اؤ دهاغه وخت راهسې دفلسطينيانو اؤ اسرائيل ترمينځ دتشدد پيښو کې اضافه راغلې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG