لاس رسیدونکی لینک

دائي ايم ايف لخوا پاکستان ته د٥٠٢ ملين ډالرو دقرض منظوري


دائي ايف ايم دمشن مشر هيرلډ فنگر وويل پاکستان ته به دقرض دلسم قسط منظوري دائي ايم ايف بورډ په ١٥م دسمبر ورکوي.

دپاکستان اؤ انټرنيشنل مانيټري فنډ( ائي ايم ايف) ترمينځ دکاميابو مذاکراتو څخه وروستو به راتلونکې مياشت کې پاکستان ته دائي ايم ايف له لوري د٥٠٢ ملينو ډالرو قرضه ورکولى شي.

دپاکستان اؤ ائي ايم ايف ترمينځ ١٠ؤ ورځو پورې دوبۍ کې دروانو مذاکراتو څخه وروستو دپاکستان دخزانې وفاقي وزير اسحاق ډار اؤ دائي ايم ايف دهيئت مشر هيرلډ فنگر دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې ديو گډ مطبوعاتي کانفرنس په مهال ددغو مذاکراتو دکاميابۍ اعلان کړى دى.

دائي ايف ايم دمشن مشر هيرلډ فنگر وويل پاکستان ته به دقرض دلسم قسط منظوري دائي ايم ايف بورډ په ١٥م دسمبر ورکوي.

هغه وويل دمطلوبو هدفونو ترلاسه کولو لپاره پاکستان ته څلورو څانگو کې دکار کولو اړتيا ده، دهغه په قول ټيکسيشن، دانرژۍ څانگه کې اصلاحاتو، دپبلک سيکټر انټرپرائزز په نوي توگه منظمولو اؤ دسرمايه کارۍ لپاره دماحول دسازگار جوړولو ضرورت دى.

دپاکستان دخزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وويل دپيسو ورکړل کيدو سره سږکال دافراط زر کچه درې اعشاريه اووۀ فيصده پورې راوړل شوې اؤ داقتصادي پرمختگ کچه څلور اعشاريه پينځه فيصده پاتې شوې خو راتلونکې مياشت کې به نورو پيسو ترلاسه کيدو سره حکومت دجي ډي پي کچه پينځه اعشاريه پينځه فيصده پورې يوسي اؤ خپل هدف ته به ورنزدې شي.

اسحاق ډار دهدفونو ترلاسه کولو کې دناکامۍ اعتراف وکړو اؤ وې ويل دمحصولاتو حجم دهدف څخه ٤٠ اربه روپۍ کم پاتې شوى، اسحاق ډار وويل دخسارې پوره کولو لپاره به دلگښتونو په راکمولو سره دا ٢٣ اربو روپو ته راوړل کيږي.

دخزانې وزير دا هم وويل چې روانه مياشت کې دنړيوال بينک له لوري د٥٠٠ؤ ملينو ډالرو اؤ دايشيائي پرمختيائي بانک څخه د٤٠٠ؤ ملينو ډالرو داسان قرض پاکستان ته دترلاسه کيدو هيله ده.

XS
SM
MD
LG