لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاک افغان چارواکو لخوا دپوليو دمخنيوي دمهم په موثره کولو اتفاق


 غونډه کې سرحدي سيمو کې دپوليو دمخنيوي دمهم جاج اخستل شوى
غونډه کې سرحدي سيمو کې دپوليو دمخنيوي دمهم جاج اخستل شوى

دپاکستان اؤ افغانستان چارواکو سرحدي سيمو کې دپيل کړل شوؤ پوليو دمخنيوي مهم لپاره په نورې موثره تگلارې جوړولو اتفاق کړى دى.

دې لړ کې دايمرجنسي اپريشن سينټر( اي او سي) بلوچستان دهيئت اؤ افغان پوليو دډلو غونډه چمن کې ترسره شوې ده، داي او سي دهيئت مشري داکټر سيد سيف الرحمان کړې اؤ دافغان هيئت مشري داولسي روغتيا دوزارت عزيزالله کاکړ کړې ده.

غونډه کې سرحدي سيمو کې دپوليو دمخنيوي دمهم جاج اخستل شوى، دکوئټې کمشنر قمر دشتي، مرستيال کمشنر قلعه عبدالله خدائيداد، اسټاف افسر ډاکتر افتاب کاکړ، افغان چارواکي سعادت اؤ ډاکټر محمد عيسي اؤ دروغتيا دنړيوالې ادارې اؤ يونيسيف ډلې هم دغه غونډه کې موجودې وې.

چارواکو غونډې ته وئيلي دي روزانه ١٤٠٠٠ؤ څخه زيات کسان دپاک افغان پولې څخه وراوړي چې پکې دپينځوؤ کلونو نه دکم عمر تقريباً ٩٠٠ ماشومان هم شامل وي، دپوليو موجوده ډلې روزانه خواؤشا ٦٠٠ؤ ماشومانو ته دپوليو قطرې اچوي چې دغه شان د٣٠٠ؤ څخه زيات ماشومان دپوليو دقطرو څخه محرومه پاتې کيږي.

دپاکستان اؤ افغانستان چارواکو دخپل مينځي مرستې په سيوا کولو اؤ دپوليو ډلو شمير کې په اضافې کولو اتفاق کړى، ترڅو هر ماشوم ته دپوليو څاڅکي واچول شي.

غونډه کې انکشاف وشو چې دافغانستان جنوبي سيمه اؤ بلوچستان کې دپوليو وبا عامه ده اؤ دغو سيمو کې ټوله نړۍ کې دتيرو څو کلونو په مهال دپوليو ترټولو زيات کيسونه مخې ته راغلي دي.

دپوليو دمخنيوي مهم کې مرستې اؤ مدد ترلاسه کولو لپاره پاک افغان هيئتونو دايف سي بلوچستان چارواکو سره بيلا بيلې ليدنې کړي دي.

کوارډي نيټر ډاکټر سيد سيف الرحمان وئيلي دي چې دغه ليدنې گټورې وې اؤ پکې ددواړو هيوادونو چارواکو سيمې څخه دپوليو دخاتمې اراده څرگنده کړې ده.

غونډه کې دا پريکړه هم وشوه چې چمن کې په پاک افغان پولهباب دوستي به دايف سي عسکر دپوليو دډلو څارنه اؤ مرسته کوي، دايف سي چارواکو ته به سرحدي سيمو کې ماشومانو ته دويکسين اچولو لپاره په باقاعده توگه تربيه هم ورکولى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG