لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان طالبانو جُدا شوې ډلې خپل مشرټاکلی


 دا نه ده په ډاګه کړی شوې چې د ملامحمدرسول په ډله کې څومره کسان شامل دي .
دا نه ده په ډاګه کړی شوې چې د ملامحمدرسول په ډله کې څومره کسان شامل دي .

د افغان طالبانو ترمينځ په مشرۍ راپورته شوي اختلافات دې حد ته رسېدلي ، چې د طالبانو ترمينځ يوې ډلې ملامحمدرسول خپل مشر اعلان کړی دی .

د طالبانو د جُدا شوې ډلې وياند منان نيازي وئيلي چې د اوږدو خبرو اترو نه پس ملامحمد رسول د تنظيم نوی مشر جوړ کړی شوی دی .

خو دا نه ده په ډاګه کړی شوې چې د ملامحمدرسول په ډله کې څومره کسان شامل دي .

د روان کال د جولائۍ په مياشت کې د طالبانو د مشر ملاعمر د مړينې د خبر نه پس داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې د طالبانو په مشر جوړېدو په دغه ډله کې اختلافات رامنځته شوي دي ، او په دغه مهال بيا د طالبانو لخوا د ملااخترمنصور د مشر جوړېدو اعلان شوی ؤ.

داسې وئيل کېده چې د ملاعمر زويې او ورور هم د ملااختر منصور د طالبانو د مشر جوړېدو مخالفت کولو ، ولې وروستو بيا ووئيل شو چې هغويې د ملااخترمنصور مشري تائيد کړه .

بل لور ته د پاکستان د خارجه وزارت وياند قاضي خليل الله وئيلي چې د طالبانو خپل منځي اختلافات د هغويې مسله ده او که چرته افغانستان وغواړي نو پاکستان به په دغه هېواد کې د امن په راوستو کې کردار ادا کړي .

د پاکستان په کوربه توب د جولائۍ په مياشت کې د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ په لمړي ځل خبرې شوې وې چې پکې د امريکې او چين استازو هم ګډون کړی ؤ او يوه مياشت پس چې په دويم ځل دغه خبرې بيا په پاکستان کې ټاکل شوې وې د ملاعمر د مړينې د خبر مخې ته راتلو نه وروستو وځنډول شوې .

د څيړونکو په نظر د ملاعمر د مړيني خبر د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ د روغې جوړې د خبرو دپاره ضربه وه ، او دا چې د خبرو اترو عمل به بيرته کله بحال شي په دې کې به وخت لګي .

بل لور ته په افغانستان کې د تشدد پېښې زياتې شوي او طالبانو د ملاعمر د مړينې نه پس د کندوز ترڅنګ په ځينو نورو سيمو قبضه اچولې وه خو وروستو بيا دغې سيمې افغان امنيتي ځواکونو بيرته په خپله ولقه کې اخيستې دي .

پاکستان او امريکا غواړي چې په افغانستان کې امنيت او قراری راشي، او پاکستاني چارواکي وايي چې په دغې معامله کې اصل فريق افغان حکومت او طالبان دي . او هغه ګڼي چې که چرته د دواړو فريقو ترمينځ مقصدي خبرې کيږي نو پاکستان نه يواځې د دغې عمل ملاتړ کوي بلکې د سهولت کار کردار به هم پکې ولوبوي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG