لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان او امريکايي ځواکونو په ګډه د داعش په ضد عمليات کړي


د اچين ګورنر حاجي غالب د وايس اف امريکا افغان سروس ته وئيلي چې دغه عمليات د دوه ورځو راهسې روان دي .
د اچين ګورنر حاجي غالب د وايس اف امريکا افغان سروس ته وئيلي چې دغه عمليات د دوه ورځو راهسې روان دي .

چارواکي وايي د افغانستان په ختيز کې افغان او امريکايي ځواکونو په ګډه د داعش په ضد عمليات کړي چې پکې د داعش يو شمېر وسله وال وژل شوي او شام، عراق کې يې د داعش سره مواصلاتي اړيکې تباه کړی شوي دي .

دغه عمليات د ننګرهار صوبې په اچين ولسوالۍ (ضلع) کې په مختلفو ځايونو کې شوي چرته چې د داعش وسله والو لخوا په ورستيو کې فعاليتونه سېوا شوي وو ، که څه هم افغان ځواکونو د دويې مخه نيوله .

د اچين ګورنر حاجي غالب د وايس اف امريکا افغان سروس ته وئيلي چې دغه عمليات د دوه ورځو راهسې روان دي .

د امريکې د پوځ وياند کرنل مائيکل لاهارن په عملياتو کې د امريکايي ځواکونود ګډون پخلی کړی خو په دغې اړه يې نور تفصيل نه دی وئيلی .

نوموړي په يو بيان کې وئيلي چې امريکايي ځواکونو د نومبر په څلورمه نېټه اچين ولسوالۍ کې په هغو خلکو څلور حملې کړي څوک چې د ځواکونو دپاره ګواښ جوړ وو ، او د اپريشنل سيکيورټۍ په وجه يې هغه تفصيلات نه دي وئيلي چې په دغو حملو کې څوک په هدف کړی شوي دي .

خو حاجي غالب او ځايي کمانډر د وي او ای افغان سروس ته وئيلي چې په دغو عملياتو کې د داعش د 30 نه زيات وسله وال وژل شوي دي . او حاجي غالب زياته کړې چې په دغو حملو کې د وسله والو مواصلاتي نظام، سيټلائيټ ټيليفونونه او د انټرنيټ اړيکې په هدف کړی شوي دي په کوم به چې دويې شام او عراق کې د داعش سره اړيکې ساتلې .

د حاجي غالب په وينا " دغه مواصلاتي نظام چې پکې غټ سيټلائيټ سسټم (ډش انټيناګانې) په غر دپاسه لګول شوې وې د داعش جنګيالو به پري د خپلو علاقو معلومات په اسانۍ سره مشرانو ته رسؤل " .

د سيمې څو کسانو وايس اف امريکا ته وئيلي چې هغويې د تېرو دوه ورځو راهسې د توپونو درنې ډزې اورېدلي، او ځايي پوليس وئيلي چې په راتلونکو ورځو کې به داعش ته د اوړېدلې زيان اندازه ولګوي .

په وروستيو کې په افغانستان کې د داعش فعاليتونه سېوا شوي په خصوصي توګه ننګرهار صوبه کې د افغان امنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه هم کړي دي .

د استخباراتي معلوماتو ترمخه په افغانستان کې د داعش د دوه نه تر درې زره پورې وسله وال موجود دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG