لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: دفيکټرۍ دودانۍ راپريوتو پيښه کې ١٨ خواري کښ مړۀ شوي


دغه پيښه دشورو په ورځ دلاهور سندر انډسټريل اسټيټ نومې سيمه کې رامينځته شوې ده، دکومې فيکټرۍ وداني چې راغورځيدلې هلته به دپلاسټک تيلې جوړيدې.
دغه پيښه دشورو په ورځ دلاهور سندر انډسټريل اسټيټ نومې سيمه کې رامينځته شوې ده، دکومې فيکټرۍ وداني چې راغورځيدلې هلته به دپلاسټک تيلې جوړيدې.

دپاکستان دپنجاب صوبې سرښار لاهور کې ديوې فيکټرۍ دودانۍ راپريوتو پيښه کې لږ ترلږه ١٨ مزدوران مړۀ شوي اؤ په لسگونو نور ژوبل شوي دي.

دغه پيښه دشورو په ورځ دلاهور سندر انډسټريل اسټيټ نومې سيمه کې رامينځته شوې ده، دکومې فيکټرۍ وداني چې راغورځيدلې هلته به دپلاسټک تيلې جوړيدې.

پيښه کې ژوبل شوي په لسگونو کسان نزدې هسپتالونو ته وړل شوي دي.

دلاهور ډي سي او کيپټن(ر) محمد عثمان ميډيا ته وئيلي دي چې دودانۍ دملبې څخه تر دې مهاله د٧٠ؤ څخه زيات کسان راويستل شوي دي.

دسرچينو وينا ده چې دغه فيکټري څلور چته وه چې پکې په ځينو کې اوس هم تعميراتي کار روان ؤ خو په دغه مهال ناڅاپي دفيکټرۍ چت کښيناستو چې دې وروستو دفيکټرۍ وداني په بشپړه توگه په ځمکه راپريوته.

عيني شاهدان وائي ددغه ودانۍ حالت خراب ؤ اؤ داوسنۍ زلزلې له امله پکې درزونه پيدا شوي وؤ.

دغه فيکټرۍ کې خواؤشا ٢٠٠ؤ ملازمانو کار کولو اؤ هغوي به دغلته په عارضي توگه اوسيدل چې دې وروستو انديښنه څرگندولى شي دفيکټرۍ دودانۍ دملبې لاندې دگيرو کسانو شميره د١٠٠ؤ څخه زياته کيدى شي.

داطلاعاتو ترمخه گڼ مړي اؤ ژوبل کسان دملبې څخه راويستل شوي اؤ دملبې لاندې دگيرو نورو کسانو دراويستو لپاره امدادي هلې ځلې روانې دي خو دتيارې په وجه امدادي کار کې ستونزې پيښې دي.

دپيښې څخه وروستو ټولو سيمه ييزو هسپتالونو کې ايمرجنسي لگول شوې ده.

دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف دپيښې ځايې ته رسيدلى اؤ دامدادي هلو ځلو دجاج اخستو څخه وروستو يې وئيلي دي که چرې دسندر انډسټريل اسټيټ انتظاميه ذمه واره وختله نو په ضد به يې سخته کارروائي کولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG