لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دروسي ساخت الوتکه جنوبي سوډان کې تباه،٤١ کسان مړۀ


 دجنوبي سوډان صدارتي وياند آټني ويک آټني روئيټرز ته وئيلي دي چې حادثه کې دعملې يو غړى اؤ يو ماشوم ژوندي پاتې شوي دي.
دجنوبي سوډان صدارتي وياند آټني ويک آټني روئيټرز ته وئيلي دي چې حادثه کې دعملې يو غړى اؤ يو ماشوم ژوندي پاتې شوي دي.

دروسي ساخت يوه مال وړونکې الوتکه دشورو په ورځ دجنوبي سوډان پلازمينې څخه دالوت کولو څخه لږ ساعت وروستو راغورځيدلې اؤ تباه شوې ده چې په نتيجه کې يې الوتکه کې دسورو اؤ په ځمکه دموجودو خلکو په گډون ٤١ کسان وژل شوي دي.

دجنوبي سوډان صدارتي وياند آټني ويک آټني روئيټرز ته وئيلي دي چې حادثه کې دعملې يو غړى اؤ يو ماشوم ژوندي پاتې شوي دي.

داطلاعاتو ترمخه دجبا ائيرپورټ څخه دالوت څخه وروستو دغه الوتکه ددريائى نيل په ساحل راغورځيدلې ده.

آټني وئيلي دي فکر کوي الوتکه کې دعملې په گډون ٢٠ کسان سوارۀ وؤ چې پکې د١٠ؤ څخه ١٥ مسافر شامل وؤ.

هغه وويل لا به ددې خبرې پخلى کوي چې الوتکه کې څومره خلک سوارۀ وؤ.

کوم ځايې کې چې الوتکه راغورځيدلې هلته دماهيانو نيونکو خلکو کارکوولو اؤ هغوي کې زياتره مړۀ شوي دي.

يو پوليس چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي دي چې دپيښې ځايې کې ٤١ کسان وژل شوي خو دمړو شمير ددې څخه سيوا کيدى شي.

تر دې دمه روس په سرکاري توگه ددغه پيښې په اړه کوم غبرگون نۀ دى ښودلى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG