لاس رسیدونکی لینک

اروپا کې په پاکستاني ډله چاپې،٢٩ شکمن کسان گرفتار


په دغه ډله تور دى چې هغوي به پاکستانيان اروپا ته سمگل کول اؤ هغوي به يې ريستورانونو کې دغلامانو پشان په کار کولو مجبورول.

داروپائي اتحاديې پوليسو”يوروپول“ وئيلي دي چې سپين اؤ پولينډ کې يې په يو جرائم پيشه پاکستاني ډله دچاپو په مهال ٢٩ شکمن کسان نيولي دي.

په دغه ډله تور دى چې هغوي به پاکستانيان اروپا ته سمگل کول اؤ هغوي به يې ريستورانونو کې دغلامانو پشان په کار کولو مجبورول.

داروپائي اتحاديې پوليسو دنهې په ورځ اعلان کړى چې دسپين اؤ پولينډ دپوليسو ٣٦٥ؤ عسکرو په ٢٤م اؤ ٢٥م اکتوبر په لسگونو ريستورانونو اؤ کورونو دچاپو په مهال شکمن کسان نيولي اؤ ثبوتونه يې راټول کړي چې پکې دسفر دجعلي دستاويزاتو سامان جوړول هم شامل دي.

هيگ کې ديوروپول هيډکوارټر کې دسمگلنگ دمخنيوي ډلې دې عملياتو کې دپولينډ اؤ سپين پوليسو ته مرسته ورکړې ده.

يورو پول وائي خپل وطن پريښودونکو مهاجرينو اروپا ته دراتللو لپاره دغه ډلې ته ديو تن پسر 14,000 يورو ادا کړي وؤ کشتو کې دترکي نه يونانان يا ليبيا نه اټلي ته دسفر کولو په ترڅ کې اروپا ته رسيدلي وؤز

اروپا ته له رسيدو وروستو دغه کسان دجعلي سفري دستاويزاتو اؤ سفري لگښتونو پوره کولو لپاره ريستورانونو کې دغلامانو پشان په کار کولو مجبورولى شول.

يورو پول وئيلي دي هغوي ته به څه رقم معاوضه نۀ ورکړل کيده اؤ نه به ورته هم رخصتي يا نور ټولنيزې اسانتياوې ورکړل کيدې اؤ په بدو حالاتو کې به ترې تر څو څو گينټو روزانه کار اخستل کيدو.

XS
SM
MD
LG