لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس وئيلي د شام د ملاتړمطلب د اسد په واک کې پاتې کېدل نه دي


د روس د خارجه وزارت وياندې وئيلي چې د صدر د قسمت فېصله د شام د اولس په لاسو کې ده .
د روس د خارجه وزارت وياندې وئيلي چې د صدر د قسمت فېصله د شام د اولس په لاسو کې ده .

روس چې د شام د صدر بشاالاسد کلک پلوي دی، د روس يوې ښځينه وياندې وئيلي چې په اصولي توګه د روس پاليسيانې په دې اډاڼه نه دي چې اسد دې په واک پاتې شي .

د شام په اړه د روس د پاليسيانو په اړه خبرو کې د روس د خارجه وزارت ښځينه وياندې ماريه زخاروه د نهې په ورځ ريډيو ايکوموسکوي ته وئيلي مونږ دا کله نه دي وئيلي چې د اسد په واک کې پاتې کېدل اصولي خبره ده .

ولې هغې دا هم وئيلي چې د شام د شخړې دا حل هم نه دی کوم يې چې مخالفين وړاندې کوي، څوک چې د درېو کالونه د اسد د حکومت په ضد ولاړ دي .

زخاروه وئيلي په دې وخت کې په شام کې د حکومت بدلېدل په سيمه کې د تباهۍ سبب ګرځېدی شي، د کوم نه چې به د خانه جنګۍ حالات نور خراب شي . چرته چې د کال 2011م نه تراوسه پورې د دوه لکو نه زيات خلک وژل شوي او د لکونو په شمېره کې کورونو پرېښودو ته مجبور شوي دي .

د تاس خبري ادارې ترمخه د خارجه وزارت وياندې خبرداری ورکړی چې شام د نړېوالې تباهۍ سبب ګرځېدی شي .

ريډيو سره په خبرو کې وياندې وئيلي چې د صدر د قسمت فېصله د شام د اولس په لاسو کې ده .

امريکا او اتحاديان يې وايي چې صدر اسد د شام د کومې اوږدې مودې د سياسي حل برخه نه دی ، ولې د تېرو دوه مياشتو ه روس د اسد ملاتړ سېوا کړی او اوس يې په شام کې جنګي الوتکې موجودې او فضائي عمليات پرې کوي .

روسي سفارتکار او پوځي چارواکي وايي شام کې فضائي عمليات د داعش په ضد کوي خو امريکا او اتحاديان يې دغه دليل ردوي او وايي چې روس زياتره د حکومت مخالفه وسله وال په نښه کوي د چا چې د داعش سره تر لرې لرې هيڅ تعلق نشته .

امريکايي چارواکي وايي چې د روس جنګي الوتکې زياتره هغه ياغيان په نښه کوي کوم چې حکومت پلوه پوځ ته مخامخ دي ، او کله کله داعش په هدف کړي .

روس د دې خبرې رد کوي چې په شام کې ناتاره فضائي عمليات کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG