لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:طالبانو د نورو خبریالانو د وژنې ګواښ کړی


طالبان
طالبان

د پاکستاني طالبانو تحریک د نهې په ورځ د خیبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې د وژل شوي قبائیلي صحافي زمان محسود د وژنې پړه په غاړه اخستې اؤ ګواښ یې کړی چې یو شمیر نور خبریالان هم د هغوئ په هدف دي.

زمان محسود چې د جنوبي وزیرستان د پریس کلب صدر هم ؤ اؤ دا مهال یې په ټانک کې د کډوالو په توګه ژوند کولو د نهې په سحر نامعلومو وسله والو هاغه مهال په ډزو ویشتلی اؤ وژلی ؤ چې نوموړې د خپل کور څخه لدها پریس کلب ته په موټر سائیکل روان ؤ.

د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند قاري سیف الله وائس اف امریکا ډیوه راډیو سره خبرو کې د زمان محسود د وژنې پړه په غاړه اخستې اؤ وئیلي یې دي چې د سیمې ځینې نور صحافیان هم د طالبانو په هدف دي.

هغه وویل زمان محسود ځکه د طالبانو لخوا وژل شوی چې د هغوئ ( طالبانو) خبرونه به یې نه نشرؤل .

د طالبانو ویاند زیاته کړه د سیمې ځینې نور خبریالان هم شته چې هغوئ د طالبانو په ضد منفي خبرونه خپروي اؤ طالبانو هغوئ په نظر کې اخستي اؤ ډیر زر به یې هدف کړي.

له دې وړاندې هم په ټول پاکستان اؤ خصوصاً قبائیلي سیمو کې ګڼ شمیر خبریالان د خپلو دندو ترسره کولو په مهال وژل شوي دي چې په هغې یوازې د ډیوه راډیو د خبریال مکرم خان عاطف د وژنې پړه طالبانو په غاړه اخستې وه اؤ د نورو ټولو خبریالانو وژنې د 'نامعلومو' خلکو په کهاته کې اچولی شي.

پاکستان دا وخت د نړۍ د هاغو هیوادونو پسر کې شمیرلی شي چې د خبریالانو دپاره خطرناک ګرځولی شوي دي.

د پاکستان د قبائیلي سیمو د خبریالانو د اتحادیې پخواني مشر ښاغلي صفدر داوړ وائس اف امریکا ډیوه راډیو ته وئیلي دا وخت په قبائیلي علاقو کې خبریالانو د پاره کار کول داسې دي لکه څوک چې په یو ډنډ کې د مګرمچهانو د مینځ نه ژوندی مهی یا کب راوباسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG