لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دالشباب ډلې جنگيالو دصوماليه ١٥ عسکر وژلي


 الشباب دغه بريد کې دوژل شوؤ عسکرو شميره ٣٠ ښودلې خو دصوماليه يو عسکري چارواکى بيا وائي چې بريد کې ١٥ حکومتي عسکر وژل شوي دي.
الشباب دغه بريد کې دوژل شوؤ عسکرو شميره ٣٠ ښودلې خو دصوماليه يو عسکري چارواکى بيا وائي چې بريد کې ١٥ حکومتي عسکر وژل شوي دي.

دتندروه ډلې الشباب صومالي جنگيالو دصوماليه دپلازمينې په جنوبي سيمه کې کې په حکومتي عسکرو بريد کړى اؤ خواؤشا ١٥ عسکر يې وژلي دي.

الشباب دغه بريد کې دوژل شوؤ عسکرو شميره ٣٠ ښودلې خو دصوماليه يو عسکري چارواکى بيا وائي چې بريد کې ١٥ حکومتي عسکر وژل شوي دي.

تندلاري وائي چې هغوي ددغه نښتې په مهال يې گڼ شمير عسکري ټرکونه هم قبضه کې اخستي، دغه بريد دموغاديشو څخه ١٠٠ کلو ميټره جنوب لوري ته شوى دى.

دغه بريد يوه ورځ وروستو له هغې وشو چې دتندلارو هم دغه ډلې دموغاديشو يو هوټل کې لږ ترلږه ١٢ کسان ووژل.

دملگرو ملتونو دامنيتي شورا غړو په هوټل دشوي دغه بريد غندنه کړې وه.

الشباب ډله صوماليه کې داسلامي قانون دسخت شکل دنافذولو هڅه کوي اؤ اکثره په بيلا بيلو جرمونو دتورنو خلکو دسنگسارولو ترڅنگ دهغوي څخه سرونه هم قلموي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG