لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: بمي چاؤدنه کې قبائيلي مشر وژل شوى،درې تنه ژوبل


 دسرچينو ترمخه دباجوړ ايجنسۍ دسلارزو تحصيل دگلي شاه سيمې سره نزدې هاغه مهال دسړک دغاړې يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه وشوه کله چې ددغه ځايې څخه دقبائيلي مشر ملک محمد يونس گاډى تيريدو.
دسرچينو ترمخه دباجوړ ايجنسۍ دسلارزو تحصيل دگلي شاه سيمې سره نزدې هاغه مهال دسړک دغاړې يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه وشوه کله چې ددغه ځايې څخه دقبائيلي مشر ملک محمد يونس گاډى تيريدو.

راپورونه وائي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې يوه ريموټ کنټرول بم چاؤدنه کې يو قبائيلي مشر ملک محمد يونس وژل شوى اؤ دهغه دوه زامن ژوبل شوي دي.

دسرچينو ترمخه دباجوړ ايجنسۍ دسلارزو تحصيل دگلي شاه سيمې سره نزدې هاغه مهال دسړک دغاړې يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه وشوه کله چې ددغه ځايې څخه دقبائيلي مشر ملک محمد يونس گاډى تيريدو.

دخار اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ محمدعلي دغه چاؤدنه کې دملک محمد يونس دوژل کيدو پخلى کړى دى، چاؤدنه کې دملک يونس ددوؤ زامنو په گډون درې کسان ژوبل شوي هم دي چې دعلاج لپاره دتحصيل هيډکوارټرز هسپتال ته رسول وشي دي.

دچاؤدنې څخه وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې امنيتي ځواکونه رسيدلي اؤ دلټونې عمليات يې پيل کړي دي.

له دې وړاندې هم باجوړ او د پاکستان په نورو قبائيلي سيمو کې گڼ شمير داسې قبائيلي مشران په نخښه کړل شوي دي چې ړوسله والو خلاف يي د حکومت سره مرسته کوله او يا يي په مقامي توگه دهغوي په ضد د امن لښکرې جوړې کړې وې.

دطالبانو په ضد په تير حکومت کې دامن لښکرې جوړې کړل شوې وې اؤ په تيرو وختونو کې دامن دغو لښکرو په حکومت نيوکې کړي چې دخپلو مقصدونو ترلاسه کولو څخه وروستو يې هغوي دوسله والو دبريدونو په وړاندې يواځې پريښي اؤ ورته تحفظ نۀ ورکول کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG