لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام: حمص کې داعش ډله مخ په وړاندې روانه ده


 داعش او ياغي اتحاد چې کرد مليشه يې ملګرتيا کوي د دويې ترمينځ د عراق پولې ته نزدې الهول علاقه کې توده جګړه روانه ده .
داعش او ياغي اتحاد چې کرد مليشه يې ملګرتيا کوي د دويې ترمينځ د عراق پولې ته نزدې الهول علاقه کې توده جګړه روانه ده .

شام کې په جنګ نظر ساتونکي يو مبصر تنظيم وئيلي چې د اتوار په ورځ د داعش جنګيالو د شام سرکاري پوځ د ملک د لوئيديز ښار نه ويستی دی، او د شام د شخړې د هوارولو دپاره د سفارتي هڅو باوجود په دغه ملک کې جنګ تېز شوی دی .

برطانيه کې د قائم سيريئنين ابزروېټري فارهيومن رائټس ترمخه د دوه خودکش موټري حملو سره عمليات پېل شوي او داعش په حمص صوبه کې د ماهېن ښار نيولی دی، داعش هم په يو بيان کې د دغه پرمختګ ادعا کړې ده .

د تنظيم يو ډائريکټررامي عبدالرحمان وئيلي دا حمله د هغه فشار غبرګون کېدی شي کوم چې داعش په نورو ځايونو کې محسوس کوي .

تنظيم وايي چې د داعش او ياغي اتحاد چې کرد مليشه يې ملګرتيا کوي د دويې ترمينځ د عراق پولې ته نزدې الهول علاقه کې توده جګړه روانه ده .

شام کې په روان جنګ کې شامل فريقېن وايي چې د جمعې په ورځ ويانا کې د شوؤ مذاکراتو باوجود د ياغيانو او حکومت ترمينځ د جنګ خاتمه په نظر نه راځي .په دغو مذاکراتو کې ايران په لمړي ځل ګډون کړی ؤ .

د ايران رهبراعلی د شام د جنګ د خاتمې دپاره د انتخاباتو کولو وئيلي دغه تجويز له دې وړاندې روس هم ورکړی ؤ ، کوم چې د بشارالاسد مخالفينو په دې خبره رد کړی ؤ چې دويې هغه په واک کې پاتې کول غواړي .

په شام کې د روان جنګ له امله تراوسه پورې د دوه نيم لکو نه زيات کسان مړه او د دغه ملک د نيمي نه زيات خلک بې کوره شوي او په يورپ او ګانډي هېوادونو کې يې د کډالو شخړه راپورته کړې ده .

د جمعې په ورځ ويانا کې د نړيوالو قوتونو ترمينځ په ټول ملک کې د جنګ بندۍ سره ملتوي کړی شوي خو د مخالفو ډلو په ملاتړ کوؤنکو د جنګي فريقېنو ترمينځ اختلافات اوس هم موجود دي .

د روس لخوا په جنګ کې د شاميليدو او بشارالاسد د حکومت مظبوطولو دپاره د فضائي عملياتو پېل کولو نه پس په شامې جګړه تېزه شوې ده .

روس په شام کې د حکومت او امريکا په لوئيديز شام کې د حکومت د مخالفه ياغيانو ملاتړ کوي، دغه دواړه ځان ځانله د داعش په ضد جنګيږي او دويې سره په ختيز اوشمال کې غټې علاقې په ولقه کې دي .

امريکا وايي چې په شام او عراق کې به د داعش په ضد جنګي هڅې تېزوي او د شام د ياغيانو دپاره يې د خصوصي ځواک او په ترکې کې يې د نورو جنګي الوتکو په ځايې کولو داضافې اعلان کړی دی .

د ترکي د خبري ادارې ترمخه په شام کې د ترکي او امريکې د جنګي الوتکو د داعش 50 جنګيالي وژلي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG