لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکي انتخابات د حکومت واکمنه ګوند ګټلي دي


د اتوار په شپه د ووټونو شمېره پوره شوې چې ترمخه يې حکومتي واکمنه ګوند خواؤشا 50فيصده ووټونه اخيستې دي .
د اتوار په شپه د ووټونو شمېره پوره شوې چې ترمخه يې حکومتي واکمنه ګوند خواؤشا 50فيصده ووټونه اخيستې دي .

په ترکې کې د اتوار په ورځ ترسره شوؤ عامو انتخاباتو کې د غېرسرکاري نتيجې ترمخه حکومتي واکمنه ګوند ای کی پي پارټي په پارليمان کې په ساده اکثريت ترلاسه کولو کې کاميابه شوې ده .

د ترکي د مطبوعاتو ترمخه د اتوار په شپه د ووټونو شمېره پوره شوې چې ترمخه يې حکومتي واکمنه ګوند خواؤشا 50فيصده ووټونه اخيستې دي .

په ترکي کې د رائج متناسب نمائندګۍ د نظام ترمخه د 50 فيصده ووټ اخيستو په نتيجه کې ای کی پي پارټي په دې حالات کې ده چې د 550 غړو په پارليمان کې په اسانۍ سره حکومت جوړولی شي .

د ووټونو د شمېرې نه پس د واکمنې ډلې مشر او وزيراعظم احمدداؤد اوغلو په ټويټير الحمدالله ليکلي شکر يې ادا کړی او د خپلې ګټې اعلان يې کړی دی.

نوموړي د ملک په مينځ او د پارټۍ مظبوط ګړه چرته چې د نوموړي کور دی هلته يې په زرګونو خلکو په يوه لنډه وينا کې د خپل ګوند ګټه د جمهوريت او عوام کاميابي ګرځولې ده .

هغه ووئيلي پارټي به يې په راتلونکو څلورو کالو کې د اولس او ملک نور ښه خدمت اوکړي او د کال 2019م په عامو انتخاباتو کې به د خلکو اعتماد بيا ګټي .

د انتخاباتو د ابتدايي نتيجو ترمخه د ای کی پارټۍ نه پس د اپوزيشن ډلې 25 فيصده ووټونه اخيستې او په دويم نمبرراغلې ده ، او پينځه مياشتې وړاندې په پارليماني انتخاباتو کې 16.5فيصده ووټ اخيستونکې پارټۍ ايم ايچ پي يواځې 12فيصده ووټونه اخيستي دي . او د کرد پلوه پارټۍ مقبوليت هم د 13 نه 10 فيصده ته راکوز شوی دی .

د جون په مياشت کې ترسره انتخاباتو کې ای کی پي پارټۍ 41 فيصده ووټونه اخيستي وو ، او 550 په ايوان کې يې 258 چوکۍ حاصلې کړې وې . واکمنه ګوند ته د ساده اکثريت دپاره 18 نور غړي پکار ؤ او د پاتې نورو درېو ګوندونو لخوا ای کی پي پارټۍ سره د اتحادي حکومت جوړولو نه د انکار په سر صدر رجب طيب اردګان بيا د انتخاباتو کولو اعلان کړی ؤ .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG