لاس رسیدونکی لینک

د بې سرحده ډاکټرانو تنظيم وئيلي د شام په بمبارۍ کې 70 کسان وژل شوي


تنظيم په خپل يو بيان کې دغه بمبارۍ ته انتهايي وحشي بمباري وئيلې ده .

د بې سرحده ډاکټرانو غېر دولتي نړيوال تنظيم (ډاکټر ود اؤټ بارډرز) وئيلي چې د شام پلازمينې ته نزدې د ياغيانو د ولقې لاندې علاقه کې په فضايي بمبارۍ او ګوله بارۍ کې لږ ترلږه 70 کسان وژل شوي دي .

د ډاکټرانو د تنظيم ترمخه دغه پېښه د جمعې په ورځ د دمشق په لرې پرتې علاقې دوما کې د ګڼې ګوڼې په يو بازار کې رامنځته شوې چې په نتيجه کې يې لږ ترلږه 550 کسان ژوبل شوي هم دي .

تنظيم په خپل يو بيان کې دغه بمبارۍ ته انتهايي وحشي بمباري وئيلې خو د بمبارۍ زمه واري تراوسه د چا په سر نه ده اچول شوې .

د تنظيم يو وياند ټم شينک وايس اف امريکا ته وئيلي چې د دوما علاقه د کلونو راهسې د شامي ځواکونو د بمبارۍ ښکار ده ، او د مخالفه جنګيالو او شامي پوځ ترمينځ دغلته پرله پسې ګوله باري کيږي .

بل لورته ترکي په شام کې د تندروه ډلې داعش په ضد فضايي عمليات پېل کړي دي .

تُرکې د جولائۍ په مياشت کې د داعش په ضد د زياتو کلکو عملياتو کولو اراده څرګند کړې وه ، چې په مختلفو تګ لارو مشتلمه وه او په دغې لړ کې يې د کُرد وسله والو په ضد عمليات هم سېوا کړي وو .

په شام کې د تېرو څلور کالو راهسې د روانې جګړې په نتيجه کې تراوسه پورې دوه نيم لاکه کسان وژل شوي دي .

XS
SM
MD
LG