لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ: د بلدياتي ټاکنو په مهال د تشدد پېښو کې 11 کسان وژل شوي


د پاکستان په سندهـ صوبه کې په اته او پنجاب صوبه کې په 12 ضلعو کې نن د خالي په ورځ بلدياتي انتخابات ترسره شوي دي .
د پاکستان په سندهـ صوبه کې په اته او پنجاب صوبه کې په 12 ضلعو کې نن د خالي په ورځ بلدياتي انتخابات ترسره شوي دي .

د پاکستان جنوبي صوبې سندهـ په اته ؤ ضلعو کې د بلدياتي انتخاباتو په مهال د تشدد څخه ډکې پېښې رامنځته شوي او لږ ترلږه 11 کسان پکې وژل شوي او 14 نور ژوبل شوي دي .

د پاکستان په سندهـ صوبه کې په اته او پنجاب صوبه کې په 12 ضلعو کې نن د خالي په ورځ بلدياتي انتخابات ترسره شوي دي .

راپورونه وايي د سندهـ صوبې په خېرپور ضلع کې د پاکستان پيپلزپارټۍ او د مسلم ليګ فنګشنل ډلې د پلويانو ترمينځ په پولينګ سټېشن کې نښته شوې او د د دواړو خواؤ نه ډزې شوي چې پکې 11 کسان وژل شوي دي .

د سرکاري ميډيا ترمخه د ډزو پېښه د خېرپور ضلعې په درازا نومې پولينګ سټېشن باندې رامنځته شوې ده او د 11 کسانو د وژنې ترڅنګ پکې څو کسان ژوبل شوي هم دي .

راپورونه وايي په سيمه کې امنيتې حالات کړکېجن دي پوليس او قانون نافذؤنکې ادارې د حالاتو قابو کولو هڅې کوي .

د صوبې وزيراعلی قائم علي شاه چې د خېرپورضلعې سره تعلق لري ، د ضلعې پوليس چارواکو د ډزو د پېښې او وژنو رامنځته کېدو پخلی کړی دی .

سندهـ او پنجاب صوبو کې نن سهار په اووه نيمې بجې د رايو کارولو عمل پېل شوی او بغېر د څه دمې نه د ماښام په پينځه نيمې بجې سرته رسېدلی دی .

د چارواکو په وينا په دواړو صوبو کې د انتخاباتو دپاره کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي او په حساس پولينګ سټېشنو د پوليس سره د رېنجرو سرتيري هم ځايې په ځايې کړی شوي وو .

سندهـ او پنجاب کې 10 کاله پس بلدياتي انتخابات کيږي چې نن د خالي په ورځ يې لمړی مرحله ترسره شوې ده .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG