لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مصر کې د روس مسافرالوتکه تباه شوې


دغه ائيربس الوتکه ای – ۳۲۰ نن د خالي په ورځ د مصر د سېلګرۍ د ښار شرم الشيخ نه د روس سينټ پيټرزبرګ دپاره روانه وه .
دغه ائيربس الوتکه ای – ۳۲۰ نن د خالي په ورځ د مصر د سېلګرۍ د ښار شرم الشيخ نه د روس سينټ پيټرزبرګ دپاره روانه وه .

په مصر کې چارواکو وئيلي چې د روس يوه مسافرالوتکه په جزيره نُما سينا کې غورځېدلې او تباه شوې ده .

د مصر د وزيراعظم د دفتر او هوابازۍ د وزارت لخوا په جاري شوي يو بيان کې د الوتکې د غورځېدو پخلی شوی او وئيل شوي چې په الوتکه کې 217 مسافر او د جهاز اووه کارمندان سواره وو .

د روس د فضائي کمپنۍ کوګاليماويا دغه ائيربس الوتکه ای – ۳۲۰ نن د خالي په ورځ د مصر د سېلګرۍ د ښار شرم الشيخ نه د روس سينټ پيټرزبرګ دپاره روانه شوه ، نو لږه شيبه پس د مرکزي سينا په علاقه کې يې د کنټرول ټاور سره رابطه کټ شوې ده .

د الوتکې د غورځېدو پخلی يوه نيم ساعت وروستو د هغې شوی چې د مصر د ائيرټريفک کنټرول لخوا الوتکې سره د رابطې کټ کېدو ووئيل شو .

د الوتکې لټون شورو کړی شوی او پېښه کې د وژنو کره شمېره مخې ته نه ده راغلې .

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG