لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي ځواکونو د افغانستان په جنوب کې د القاعده غټ تربيتي مرکز په هدف کړی


غه عمليات چې د اکتوبر په 11م نېټه ترسره شوي ، پکې د پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان په جنوب کې په 80 کلوميټره مربع خور مرکز په هدف کړی شوی دی،
غه عمليات چې د اکتوبر په 11م نېټه ترسره شوي ، پکې د پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان په جنوب کې په 80 کلوميټره مربع خور مرکز په هدف کړی شوی دی،

افغانستان کې د موجودو امريکايي ځواکونو لخوا وئيل شوي ، چې امريکايي ځواکونو په افغانستان کې د القاعده په يو غټ تربيتي مرکز حمله کړې او خيال کيږي چې دا د 14 کاله افغان جنګ په موده کې تر ټولو غټ تربيتي مرکز موندل شوی دی .

امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د جمعې په ورځ خپور کړي يو رپورټ کې د امريکايي جنرال جان کېمپبل لخوا ليکلي چې په دغه حمله کې د القاعده د 160 پورې جنګيالي وژل شوي او په دغو عملياتو کې په درځنونو امريکايي فضائي حملې، او 200 خصوصي عسکرو برخه اخيستې ده .

هغه وئيلي دغه عمليات چې د اکتوبر په 11م نېټه ترسره شوي ، پکې د پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان په جنوب کې په 80 کلوميټره مربع خور مرکز په هدف کړی شوی دی، او خيال کيږي چې دا د يو کال نه په دغه ځايې جوړ ؤ .

دغه عمليات د امريکايي صدر باراک اوباما د هغه اعلان نه څو ورځې وړاندې ترسره شوي ، په کوم اعلان کې چې نوموړي وئيلي امريکا به د کال 2016م پورې 9800 عسکر په افغانستان کې وساتي او د کال 2017م پورې 5500 عسکر په دغه هېواد کې موجود وي .

کېمپبل وئيلي دغه تربيتي مرکز په داسې ځايې کې جوړ ؤ چې خيال پرې نه کېدو چې دا به د القاعده مرکز وي . امريکا د اوږدې مودې نه په دې خيال ده چې د افغانستان په ختيز کې پرتو په څو علاقو کې القاعده شتون لري .

واشنګټن پوسټ وئيلي دغه نوي معلومات د 11م ستمبرکال 2001 د بريدونو نه 14 کاله پس په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په موثره عملياتو سوالونه راپورته کوي چې امريکايي ځواکونو ته وسله وال ميلاويږي او حمله پرې کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG