لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار: اچين کې په سلګونو خلک د داعش په ضد راپاسېدلي


د داعش په ضد د زيارت په ورځ زيات خلک راپاسېدلی او افغان امنيتي ځواکونو او ځايي خلکو د داعش نه د اچين ضلعې پاکولو په موخه عمليات پېل کړي دي .
د داعش په ضد د زيارت په ورځ زيات خلک راپاسېدلی او افغان امنيتي ځواکونو او ځايي خلکو د داعش نه د اچين ضلعې پاکولو په موخه عمليات پېل کړي دي .

د پاکستان سره په پوله د افغانستان په ختيز کې پرته صوبه ننګرهار کې په سلګونو ځايي خلک د تُندروه ډلې داعش په ضد راپاسېدلي دي .

د ننګرهار د اچين ولسوالۍ (ضلعې) ګورنر حاجي غالب د (وي او ای افغان سروس) ته وئيلي خواؤشا 600 ځايي کسان مونږ سره د داعش
په ضد جګړه کې ملګري شوي دي .

د پاکستان سره په پوله پرته اچين ضلع کې په ورستيو کې د داعش په موجودګۍ کې اضافه مخې ته راغلې او حاجي غالب وئيلي په لمړۍ کې نزدې 1500 وسله وال وو خو په دويي کې زيات د ځواکونو سره په جګړه کې مړه يا وژل شوي دي .

د افغانستان په نورو برخو کې هم د داعش فعاليتونه ليدل شوي خو په ننګرهار کې يې په افغان ځواکونو څو بريدونه کړي دي .

د داعش په ضد د زيارت په ورځ زيات خلک راپاسېدلی او افغان امنيتي ځواکونو او ځايي خلکو د داعش نه د اچين ضلعې پاکولو په موخه عمليات پېل کړي دي .

د غالب په وينا عمليات ډېر کامياب ؤ ، او زياته کړې يې ده ځايي خلک د حکومت مرسته کوي او حکومت د دويې په شا ولاړ دی ، په داسې کې به داعش ته ماتې ورکولی شي که څه هم دويې غرونو پله وتښتي .

د افغانستان د پژواک خبري ادارې ترمخه په اچين کې روانه جګړه کې د داعش 30 وسله وال وژل شوي او په درځنونو ژوبل شوي دي ، او وئيل کيږي ګڼ شمېر پاکستان پله تښتېدلي دي .

غالب وئيلي ، وسله وال په شا تمبول شوي او سره د کډو د پولې نه پورې مخ د پاکستان تيراه سيمې ته تښتېدلي دي او په غرونو کې ځينې جنګيالي پاتې دي چې هغويې به هم ډېر زر وتښتؤل شي .

د پژواک ترمخه د داعش په ضد راپاسېدلي مقامي خلک به په ځايي پوليس کې شاملولی شي چې يو ځل اچين د داعش نه پاکه کړی شي . راپورونه د استخباراتو د سرچينو لخوا وايي په افغانستان کې د داعش ټول خواؤشا د 2000 نه تر 3000 پورې وسله وال موجود دي .

راپورونه وايي د افغانستان کومې علاقې چې د داعش په لاس کې دي هلته ځوانان هلکان بهرتي کوي او پېغلې جينکۍ ورته په زور واده کوي .

تېره اوونۍ داعش په خپله ويب پاڼه ځينې داسې عکسونه خپاره کړي او وئيلي يي ؤ دغه عکسونه په افغانستان کې اخيستل شوي دي ، او په دغو عکسونو کې د افغان ځواکونو په وردۍ کې مړي ليدل کېده او دعوه يې کړې وه چې دويې د داعش سره په جګړه کې وژل شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG