لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وائي دټولو ترهه گريزو ډلو په ضد له امتياز پرته گامونه اخلي


 دجمعې په ورځ اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال قاضي خليل الله وويل هغوي دښو اؤ بدو ترهه گرو ترمينځ فرق نۀ کوي.
دجمعې په ورځ اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال قاضي خليل الله وويل هغوي دښو اؤ بدو ترهه گرو ترمينځ فرق نۀ کوي.

دپاکستان دخارجه دفتر وياند قاضي خليل الله وئيلي دي چې پاکستان پخپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دضرب عضب عملياتو په مهال دټولو ترهه گريزو ډلو په ضد پرته له کوم امتياز څخه گامونه اخلي.

دجمعې په ورځ اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال قاضي خليل الله وويل هغوي دښو اؤ بدو ترهه گرو ترمينځ فرق نۀ کوي.

دپاکستان پوځ شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دتيرکال دجون دمياشتې راهسې دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت دى اؤ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې تر دې مهاله ٣٥٠٠ؤ څخه زيات ترهه گر وژلي اؤ يواځې ٣٥٠ عسکرو يې خپل ژوند دلاسه ورکړى خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغه جگړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

پاکستان دعوه کوي چې ضرب عضب عملياتو کې ټولې ترهه گريزې ډلې پرته له کوم امتياز څخه په نخښه کوي خو افغان چارواکي تور لگوي چې دغو عملياتو کې دپولې پورې غاړې افغانستان کې په امريکائي اؤ افغان ځواکونو بريدونو کې دککړې ډلې حقاني نيټ ورک په ضد گامونه نۀ اخستل کيږي.

قاضي خليل الله وويل ترهه گري ټولې نړۍ ته پيښ يو گډ گواښ دى اؤ دترهه گرۍ دخاتمې لپاره گډو گامونو ته اړتيا ده، دخارجه دفتر وياند وويل هغوي پاکستان سره هم دې لړ کې مرسته کوي.

پاکستان کې دتندروه ډلې داعش دموجودگۍ په اړه قاضي خليل الله وويل هيواد کې دغه ډله وجود نۀ لري.

پاکستاني چارواکي هيواد کې دداعش دوجود څخه انکار کوي خو دتيرو څو مياشتو په مهال دغه هيواد کې داعش سره دوابستگۍ په تور نۀ يواځې دا چې يو شمير شکمن کسان نيول شوي بلکې ځينو پاکستاني طالبانو داعش سره دوفادارۍ اعلان کړى اؤ دهيواد په بيلا بيلو برخو کې ددغه ډلې په حق کې وال چاکنگ هم شوى.

دخارجه دفتر وياند وويل پاکستان يو مسؤل جوهري رياست دى اؤ دخپل نيوکلئير پروگرام په اړه به هيڅ رقم فشار نۀ قبلوي.

ديوې پوښتنې په ځواب کې قاضي خليل الله وويل نړيوالې ورورولي دې هند کې دتندروه ډلې شيو سينا د(ترهه گريزو) هلو ځلو نوټس واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG