لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا به د اسد نه بغېر دشام د راتلونکې ملاتړ کوي


"يوه داسې حکومتي تګ لاره په کوم کې چې صدر بشارالاسد شامل نه وي او تلپاتې او کلکه وي" .
"يوه داسې حکومتي تګ لاره په کوم کې چې صدر بشارالاسد شامل نه وي او تلپاتې او کلکه وي" .

امريکې وئيلي د جمعې په ورځ د شام په اړه کېدونکو نړيوالو خبرو اترو کې به د صدر بشارالاسد نه بغېر د شام د راتلونکې ملاتړ کوي .

ويانا کې د شام د شخړې په لړ کې د ۱۵ هېوادونو استازي برخه اخلي ، چې پکې د صدر اسد مهم پلويان ايران او روس هم ګډون کوي دغه دواړه ملکونه په شام کې د پوځي مداخلت د لارې د اسد کمزوری حکومت مظبوط جوړول غواړي .

د امريکې خارجه وزير جان کېري وئيلي ، د جمعې په ورځ کېدونکي مذاکرات په تېرو څو کالو کې په لمړي ځل په دغه ملک کې د خانه جنګۍ ختمېدو ښه موقع راغلې ده . نوموړي د زيارت په ورځ د روس او ايران خارجه وزيرانو سره ځان ځانله ليدلي دي .

د امريکې د محکمه خارجه وياند جان کربي د زيارت په ورځ وئيلي ؤ چې د ويانا مذاکراتو مقصد په شام کې د سياسي بدلون دپاره په تګ لاره داسې اتفاق رايې پېدا کول دي کومه چې د عمل وړ وي .

"يوه داسې حکومتي تګ لاره په کوم کې چې صدر بشارالاسد شامل نه وي او تلپاتې او کلکه وي" .

په داسې تګ لاره اتفاق کېدل به اسان نه وي او د جمعې په ورځ د کوم غټ پرمختګ امکان نه ښکاري . د امريکې نه علاوه سعودي عرب او ترکي هم د بشارالاسد د حکومت نه لرې کېدو غوښتنه کوي .

له دې وړاندې د شام په سر ترسره شوؤ خبرو چې پکې ايران نه ؤ شامل کړی شوی د ناکامۍ مخ شوي وو .

جان کربي وئيلي د ايران د ګډون نه بغېر په شام کې کامياب سياسي بدلون امکان لري .

" ايران سره په سيمه کې د زيات تعميري قوت جوړېدو او سم کار کولو کې د نړېوالې ورورولۍ د مرستې يوه موقع ده چې داسې تګ لاره جوړه کړی شي چې لاندې يې د شام اولس يو نمائنده، فيصله سازۍ کې هر چاته د شاميليدو ترڅنګ زمه دار حکومت حاصل کړی شي کوم چې د هغوې د ګټو تحفظ وکړي " .

خو ځينې امريکايي قانون ساز په دغه خبره تحفظات لري چې ايران او روس په تګ لاره جوړولو کې مثبت کردار ادا کولی شي يا نه شي .

د ملګرو ملتونو عمومي سيکتر بان کي مون ويانا کې په مذاکرات کارو غږ کړی چې لچک ښکاره کړي ، او نوموړي په لمړي ځل د ايران په مذاکراتو کې د ګډون هر کلی کړی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG