د پاکستان د بلوچستان صوبې د سرښار کوئټې نه په ۴۵ کلوميټر لرې ختيز لوري ته پرته علاقه مارواړ کې د يوې بمي چاؤدنې په نتيجه کې درې قبائيلي مشران سره د خپلو پينځه ؤ ساتونکو وژل شوي دي .
د چارواکو ترمخه دغه پېښه تېره شپه په داسې مهال رامنځته شوې ده چې قبائيلي مشران مارواړ علاقه کې د کوئلې کانونو ته د يوې جرګې په سلسله کې روان ؤ ، چې د سړک په غاړه ښخ کړی شوی مائن بم يې په ګاډي وچاؤدل شو او هغويې پکې ووژل شو .
د ملېشې د يو وياند لخوا وئيل شوي چې دغه حکومت پلوه قبائيلي مشران چې پکې ميرګل حسن مري، بهاول خان مري او عالمزيب مري شامل دي ، په بمي چاؤدنه کې هغويې او ورسره يې پينځه محافظ د مينځه تللي دي .
د دغه پېښې پړه کالعدم تنظيم بلوچ لبريشن ارمي (بي اېل ای) په خپله غاړه اخيستې ده ، او وئيلي يي دي دغه حکومت پلوه مشرانو د دويې د ډلې د غړو په وژنه کې لاس درلود ځکه يې هغه په نښه کړل .
په مارواړ کې دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د زيارت په ورځ د بي اېل ای تنظيم يو پخوانی کمانډر ميرجان مري سره د ۳۰ ملګرو حکومت ته تسليم شوی او د وسله والو عملياتو نه يې لاس واخيستل .
د بلوچستان صوبې په مارواړ سيمه کې وخت په وخت د بيلتون پاله ډلو او امنيتي ځواکونو لخوا د يو بل په ضد د عملياتو خبرونه مخې ته راځي ، چې پکې د مرګ ژوبلو پېښې هم رامنځته کيږي .