د شام د مسلې د حل دپاره نن د زيارت په ويانا کې لمړۍ ليدنه پېل کيږي او د دې نه پس به د جمعې په ورځ باقاعده مذاکرات شورو شي چې پکې روس ، ترکي، سعودي عرب او امريکا ګډون کوي .
ايران هم د شام په د شخړې په سر په دغه نړيواله غونډه کې په لمړي ځل ګډون کوي . د ايران خارجه وزارت وئيلي خارجه وزير جوادظريف او د هغه درې مرستيالان په مذاکراتي غونډه کې برخه اخلي .
د امريکې خارجه وزير جان کېري وئيلي د شام د راتلونکې په اړه د روانې اوونۍ په ورستيو کې په ويانا کې کېدونکې خبرې تر ټولو ښه موقع ده چې د څلورنيمو کالو نه د جنګ ښکار دغه ملک سياسي حل ته ورسي .
جان کېري وئيلي په شام کې په ۲۰ کې يو کس يا خو ژوبل يا وژل شوی دی او په پينځه ؤ کې يو کډوال شوی دی . د شورو په ورځ د واشنګټن کې د تهنک ټينک (کارنيګي انډاؤمنټ فارانټرنيشنل پيس) په نوم راجوړې يوې غونډې ته په وينا کې نوموړي ووئيل د شام دپاره امريکا دوه جهتي حکمت عملي لري .
د نوموړي په وينا يوه لار د سفارتکارۍ په زريعه د دغې مسلې حل کول دي ، او ويانا کې کېدونکې خبرې د دغې حکمت عملۍ برخه ده ، او جان کيري د دغه وينا نه پس ويانا ته روان شوی دی .
او د دغې مسلې د حل دويمه لار د امريکې په مشرۍ د داعش په ضد روان عمليات تېز کول دي . کېري وئيلي چې د امريکې اتحاد به په شمالي شام کې معتدله جنګيالو ته وسله ورکوي او د خپلې فضائي کارروائۍ تېزولو سره به د داعش په مهم ښار رقه باندې د فشار زياتولو هڅه کوي .
له دې وړاندې د شوور په ورځ د امريکې قانون سازو د شام په شخړه د ګڼو ملکونو د مذاکراتو په کاميابېدو تحفظات وړاندې کړي دي ، ځکه چې په دغه مسله د روس ،ايران او امريکې په دريز کې ښکاره فرق موجود دی .
سينيټر باب کروکر وئيلي د ځمکنو حقيقتونو په موجودګۍ کې د کومې غټې سفارتکارۍ د لارې حل ګران دی .
کروکر په شام کې د روس د عملياتو يادګېرنه کړې ، په کوم کې چې روس د امريکا ملاتړ لرونکې ډلې هم په هدف کړی شوي دي د کوم له وجې چې کروکر د شک ښکار دی .
کروکر د ايران او روس لخوا د صدر بشارالاسد د ملاتړ ذکر هم کړی د چا په مشرۍ کې د څلورو کالو راهسې خانه جنګي روانه ده .
کيري په خپله وينا کې وئيلي که څه د امريکې د روس سره اختلافات موجود دي خو دواړه په دې خبره صلاح دي چې روان حالات جواز نه لري او شام يواځې د سياسي حل په زريعه بچ کېدی شي .
د شام په مسله باندې د ايران او امريکې ترمينځ هم اختلافات موجود دي .
د ايران يو مهم امنيتي چارواکي علي شام خاني وئيلي چې امريکا او اتحاديان يې د درېو کالو راهسې د اسد حکومت کښېنولو ته د مجبور کولو هڅې کوي .
د شورو په ورځ د اسلام اباد د دورې په مهال شام خاني وئيلي چې مغربي قوتونو ته په دغه درې کاله موده کې يواځې د کډوالو ستونزه، ترهګري او په شام کې په بنيادي توګه په غټه پېمانه تباهي حاصل شوې ده .
په دغه موقع نوموړي خبريالانو سره خبرو کې وئيلي چې هغه په دې نتيجه رسېدلی دی چې د دغې مسلې د سياسي لارې حل لټولو په اړه د ايران دريز سم ؤ .
امريکايي سفارتکار روانه اوونۍ د کېدونکو مذاکراتو د کومې نتيجې حاصېلېدو هيله نه لري او د هغه په خيال د شام د راتلونکې په اړه به د خبرو نور پړاؤنه کيږي .
ويانا کې د قيام نه پس به جان کېري د منځني ايشيا د هېوادونو کرغزستان، ازبکستان، قازقستان، تاجکستان، او ترکمانستان په سفر ځي .