لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د توهين رسالت قانون کې د بدلون غوښتنه قابل اعتراض نه ده، ستره محکمه


د سترې محکمې په فېصله کې وئيل شوي چې زياتره د مذهب د سپکاوي تورونه د درغو په بنياد وي
د سترې محکمې په فېصله کې وئيل شوي چې زياتره د مذهب د سپکاوي تورونه د درغو په بنياد وي

د پاکستان سترې محکمې وئيلي د توهين مذهب (مذهب د سپکاوي) په قانون کې د غوره والي يا بدلون غوښتنه کول قابل اعتراض نه ده ، او د دې مقصد د دروغو د تورونو په حواله د دې قانون په غلطه توګه د کارېدو نه حفاظت کول دي .

د انګرېزۍ ورځپاڼې ډان د راپور ترمخه سترې محکمې د نهې په ورځ د پنجاب صوبې د پخواني وژل شوي ګورنرسلمان تاثير د قتل کېس په اورولې تفصيلي فېصله کې وئيلي، چې د مذهب د سپکاوي قانون (پاکستان پېنل کوډ په دفعه 295 سي) کې د اصلاح يا بدلون غوښتنه کول غلطي نه ده ، او ځان په دې خبره پوهه کول پکار دي چې د دې مقصد د تورن کس په ضد د دغه قانون د غلط استعمال مخه نيول دي .

د سترې محکمې د قاضي جسټس اصف سعيد کهوسه په مشرۍ د محکمې درې کسيزه بينچ د روانې مياشتې په اوومه نېټه د سلمان تاثير د وژنې په کېس کې د ترهګرۍ د مخنيوي د عدالت سزا په ځايي ساتلې او د پنجاب صوبې د پوليس سپاهي ملک محمد ممتاز قادري ته يې په دغه کېس کې په کال 2011م کې اورول شوې د مرګ سزا برقراره ساتلې وه .

ممتاز قادري چې د سلمان تاثير په ساتونکې پوليس ډله کې شامل ؤ په کال 2011م کې يې په اسلام اباد کې سلمان تاثير په هدف کړی ؤ .

د راپور ترمخه د جسټس اصف سعيد کهوسه لخوا په دغه کېس کې اورول شوې فېصله چې په 39 صفحو مشتمله ده ، فيصله کې وئيل شوي چې د مذهب سپکاوی کول غېر اخلاقي او کرکجن عمل دی ، خو د دروغو تور لګول هم د دې برابر جرم دی .

فېصله کې زياته کړی شوې چې د سلمان تاثير د وژنې په کېس کې مسله دا نه ده چې که چرته څوک د مذهب سپکاوی کوي نو هغه د مقدس نوم د سپکاوي زمه وار دی، اصل پوښتنه دا راپورته کيږي چې يو کس بل کس د مذهب د سپکاوي د غېر مصدقه خبرونو او غېرمصدقه خيال په سر وژني دا جائز ده ؟ .

سترې محکمې د کراچۍ د يوې ليګل اېډ سوسائټي (قانوني امدادي ټولنې) لخوا د جوړ کړی شوي رپورټ حواله ورکړې او وئيلي يي دي چې په ملک کې د کال 1953م نه تر کال 2012م پورې د مذهب د سپکاوي 434 مقدمې درج شوي چې پکې 258 په مسلمانانو، 114 په عيسايانو، 57 په احمديانو او څلور په هندوانو درج کړی شوي دي .

او د کال 1990م نه 52 کسان د مذهب د سپکاوي په لړ کې ماورايی عدالت وژل شوي دي ، چې پکې 25 مسلمانان، 15 عيسايان، 5احمديان او يو يو هندو او بدهسټ شامل دي . او فېصله کې وئيل شوي چې په کال 2013م کې د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې 34 مقدمي درج کړی شوي دي .

د سترې محکمې په فېصله کې وئيل شوي چې زياتره د مذهب د سپکاوي تورونه د درغو په بنياد وي خلک د جائيداد په مسلو يا نورو شخصي شخړو کې د د توهين رسالت نه کار اخلي او هغه بيا د ټولنو په سطح د تشدد سبب ګرځي .

سترې محکمې د پنجاب پوليس مشر ته هدايات ورکړي چې په راتلونکې کې د مذهب د سپکاوي په حواله د درج کړی شوې مقدمې د پلټنو دپاره دې داسې دوه تفتيش کار مقرر کولی شي څوک چې د اسلامي فقې د علم نه خبر وي . او که داسې نه وي نو کوم نوميالی عالم دې په ټيم کې شاملولی شي .

او تحقيقاتي ټيم دې د ټولو لمړی د دې خبرې پلټنې کوي چې معلومه کړي کوم کس د مذهب د سپکاوي مرتکب شوی کنه ؟ بيا دې نوره کارروايي کوي . او فيصله کې وئيل شوي چې د ضلعې عدالت (ډسټرکټ سيشن جج) نه لاندې بل عدالت ته دې دغه مقدمه نه وړل کيږي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG