لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د زلزلې له امله د مړو شمېره 255 او افغانستان کې 115 ته رسېدلې


د چارواکو په وينا د زلزلې له امله د اوختې زيان په اړه اوس هم د اغېزمندو سيمو نه خبرونه مخې ته راروان دي
د چارواکو په وينا د زلزلې له امله د اوختې زيان په اړه اوس هم د اغېزمندو سيمو نه خبرونه مخې ته راروان دي

پاکستان او افغانستان کې د ګل په ورځ د راغلې زورورې زلزلې له امله اوختي زيان خبرونه اوس هم مخې ته راروان دي ، او تر دې تردمه پاکستان کې د مړو شمېره 255 او افغانستان کې د 115 کسانو د مړينې پخلی شوی دی .

پاکستان کې زلزلې تر ټولو زياته د خېبرپښتونخوا صوبه ځپلې او د قدرتي افتونو په وخت د انتظام صوبايي ادارې ( پي ډي اېم ای) د تازه شمېرې ترمخه په صوبه کې د مړو شمېره 220 ته رسېدلې ده .

د پي ډي اېم ای ترمخه د زلزلې له امله په رامنځته شوؤ پېښو کې 1656 کسان ژوبل شوي او 10586 کورونه او 147 سکولونه هم تباه شوي دي .

د مرګ ژوبلو تر ټولو زياتې پېښې په شانګله پار ضلع کې رامنځته شوي 49 کسان پکې مړه او 228 پکې ژوبل شوي دي ، دغه ډول زيات کورونه په سوات ، کوزدير او چترال کې غورځېدلي دي ، او سکولونه په بره دير، ټانک، لکي مروت او بنو کې تباه شوي دي .

د قدرتې افتونو په وخت د انتظام د قامي ادارې (اېن ډي اېم ای) په قبائيلي سيمو کې 30 کسان مړه او 59 ژوبل شوي چې پکې يواځې په باجوړ ايجنسۍ کې 26 کسان د زلزلې ښکار شوي دي . په ګلګت بلتستان کې د مړو شمېره 10 ته رسېدلې ده .

د چارواکو په وينا د زلزلې له امله د اوختې زيان په اړه اوس هم د اغېزمندو سيمو نه خبرونه مخې ته راروان دي ، او اوس هم يو شمېر سيمې داسې دي چې حکومتي امدادي ټيمونه هلته نه دي رسېدلي .

چارواکي وايي پوځ او سول ادارې په ګډه د خلکو په مرسته بوخت دي، خلکو ته خوراکي څيزونه او پوشاک رسوي او په زلزله کې د غرونو غورځېدو له امله بندې لارې خلاصوي .

د نهې په ورځ وزيراعظم نوازشريف او په خېبرپښتونخوا صوبه کې د واکمنه حکومتي ګوند تحريک انصاف مشر د خېبرپښتونخوا صوبې دوره کړې او وزيراعظم وئيلي زلزله ځپلو سره به پوره مرستې کولی شي ، نوموړي وئيلي د صوبايي حکومت سره په صلاح به اغېزمندو خلکو سره د مرستې اعلان کولی شي .

بل لور ته د افغانستان د صدارتي ماڼۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې وئيل شوي په هېواد کې 115 کسان مړه او 7630 ژوبل شوي دي ، افغانستان کې د مړينو پېښې په کونړ، بدخشان، بغلان، نورستان او لغمان صوبو کې رامنځته شوي دي .

صدر اشرف غني د نهې په ورځ صدارتي ماڼۍ کې د زلزلې د احوال معلومولو دپاره د رابللې غونډې په مهال هدايات جاري کړي چې د زلزلې له امله د د ژوبلو د درملنې سره دې په فوري توګه د زيانمنو سره امداد وکړی شي ، نوموړي وئيلي د اغېزمند شوؤ خلکو سره به حکومت پوره مرستې کوي .

پاکستان د موسمياتو محکمې د ګل د ورځې د راغلې زلزلې شدت 8.1 ريکارډ کړی او وئيلي يي ؤ د زلزلې مرکز د افغانستان په جنوب ختيز کې د هندوکش په غرونو کی 82 کلوميټره لرې په ځمکه کې دننه 196 کلوميټره ؤ .

او د امريکې د جيولوجيکل سروی د زلزلې شدت 7.5 ريکارډ کړی او وئيلي دي د زلزلې مرکز د چترال نه 67کلوميټره لرې ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG