لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د زورورې زلزلې له امله ۲۰۰ نه سوا مړه، په سوؤنو ژوبل


د پاکستان د موسمياتو محکمې د زلزلې شدت 8.1 او د امريکې د جيولوجيکل سروی يې شدت 7.5 ريکارډ کړی دی.
د پاکستان د موسمياتو محکمې د زلزلې شدت 8.1 او د امريکې د جيولوجيکل سروی يې شدت 7.5 ريکارډ کړی دی.

پاکستان او افغانستان کې نن د ګل په ورځ د راغلې زورورلې زلزلې په نتيجه کې کې تر ټولو زیاته تباهي د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کې شوې ده.

په پاکستان کې د قدرتي افتونو په وخت د ژغورنې ادارې پي ډي ایم ای له مخې په دغه زلزله کې تر دې مهاله 206 کسان مړه اؤ 988 ژوبل شوي دي .

د پاکستان د موسمياتو محکمې د زلزلې شدت 8.1 او د امريکې د جيولوجيکل سروی يې شدت 7.5 ريکارډ کړی دی.

د راپورونو ترمخه دغه زورورې زلزلې د پاکستان شمالي سيمې تر ټولو اغېزمندې کړي ، او هم په دغو سيمو کې د زلزلې له امله په رامنځته شوؤ پېښو کې مرګ ژوبلې اوښتې او په غټه کچه کورونه هم تباه شوي دي .

عیني شاهدان وایي دغه زلزله چې دومره شدیده وه چې د کورونو ودانۍ یې لکه د ټالونو ځانګولې اؤ خلکو په منډو منډو ځانونه خوندي سیمو ته ویستل.

عیني ګواهان وایي د زلزلې په مهال ښځو اؤ ماشومانو له ویرې په چغو چغو ژړل اؤ خلکو په لوړ اواز کلیمې وئیلې اؤ د کورونو نه لارو کوڅو اؤ پراخه میدانونو ته وتلي وؤ.

د پي ډی ایم ای د شمیرې له مخې د خیبرپښتونخوا د ضلعي انتظامیو له لوري د راغونډې کړی شوې شمیرې په اساس په شانګله کې31 کسان مړه ، 60 زخمیان ،چترال کې ۲۰ کسان مړه ۹۰ زخمیان، بره دیر کې ۱۴ کسان مړه، ۱۲ زخمیان، کوز دیر کې 20 کسان مړه 222 زخمیان،سوات کې 16 کسان مړه 49 زخمیان اؤ تور غر کې 15 کسان مړه اؤ 19 زخمیان شوی دي.

همدغه راز په قبائیلي سیمو باجوړ کې د 7 اؤ مومند ایجنسۍ کې د څلورو کسانو د مړینې اطلاعات ترلاسه شوي دي.

خو د خیبر پښتونخوا ګورنر مهتاب احمد خان د پيښور لیډي ریډنګ هسپتال کې د ژوبلو کسانو د پوښتنې مهال خبریالانو ته وئیلي چې په باجوړ اؤ مومند ایجنسو کې په لسګونو کسان مړه اؤ ژوبل دي چې کره معلومات یې راټولولی شي.

ازادې سرچینې بیا دغه دغه زلزله کې د مړو اؤ ژوبلو کسانو شمیره مختلفه ښایي اؤ وايي په ټول پاکستان کې 147 پورې کسان مړه اؤ د 1000 نه زیات نور زخمیان دي.

دا مهال د پيښور لیډی ریډنګ هسپتال ترجمان ډیوه ویب پاڼې ته وئیل شوي چې دغه هسپتال ته 162 زخمیان اؤ دوه مړي رسؤل شوي دي .

راپورونه وايي د زلزلې جړقونه د ملک په څلور واړو صوبو او لويو وړو ښارونو او کليو کې په ډېر شدت سره محسوس کړی شوي دي .

د افغانستان نه د رارسېدلو خبرونو ترمخه د ددې زلزلې له امله ددغه هېواد24 وګړي مړه اؤ په سوونو نور زخمیان دي. خو کره شمیره یې تر دې مهاله مخې ته نه ده راغلې

د پاکستان د موسمياتو محکمې چې د زلزلې شدت 8.1 ريکارډ کړی وئيلي يي دي د زلزلې مرکز د افغانستان په جنوب ختيز کې د هندوکش په غرونو کی 82 کلوميټره لرې په ځمکه کې دننه 196 کلوميټره ؤ .

د امريکې د جيولوجيکل سروی ترمخه د زلزلې مرکز د چترال نه 67کلوميټره لرې ؤ .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د ملک ټولو مرکزي ، پوځي او غېر پوځي ادارو ته د چمتو کېدو هدايات ورکړي دي ، چې ځان خبر ساتي او هر ځايي ته د امداد دپاره ځان ورسوي .

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار ترمخه د پوځ مشر جنرال راحيل شريف هم پوځ ته د خلکو د مرستو دپاره د چمتو کېدو هدايات جاري کړي دي .

پاکستان کې له دې وړاندې هم زورولې زلزلې شوي ، چې پکې په کال 2005م کې د 6.7 شدت په زلزله کې د 73000 نه زيات خلک مړه او د درې نيم ميلينو نه زيات کورونه تباه شوي وو .

په کال 2013 م کې د 7.7 شدت زلزلې بلوچستان صوبه ځپلې او په دغه زلزله کې 376 کسان مړه شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG