لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يورپ کې به د کډوالو دپاره يو لاک مرکزونه جوړلی شي


د کروئيشيا د داخله وزارت وياند وئيلي دي چې د خالي په ورځ يې ملک ته ۱۱۵۰۰ کډوال راداخل شوي
د کروئيشيا د داخله وزارت وياند وئيلي دي چې د خالي په ورځ يې ملک ته ۱۱۵۰۰ کډوال راداخل شوي

په يونان او ختيز يورپي هېوادونو باندې د کډوالو د بوج کمولو دپاره يورپي يونين به په دغه سيمه کې يو لاک (ريسپشن سنټرې) استقباليه مرکزونه جوړوي .

دغه اعلان د يورپي کمېشن مشر جون کلاډ جنکر نن د ګل په ورځ سحر کړی دی . له دې وړاندې په برسلز کې شوې يوه هنګامي غونډه کې پرېکړه شوې وه چې پنځوس زره سنټرې به يونان او نورې پنځوس زره به په پوره بلقان سميه کې جوړولی شي .

په دغه غونډه کې د جرمني چانسلرې انګېلا مرکېل او د يورپي يونين د بېلابيلو مشرانو نه علاوه د يونين غېر رکن يورپي ملکونو استازو هم ګډون کړی ؤ .

د جنکر په وينا دغه مرکزونه به د کډوالو دپاره مهم کردار ادا کړي ، دغلته به د دويې د اندارج نه علاوه د هغوي د راتګ ليک به په ښه طريقې سره کولی شي .

د جرمني چانسلرې انګېلا مرکېل د کډوالو يورپ پله راتګ او د مختلفو هېوادونو په پولو هغويې سره د سختۍ کولو په تناظر کې وئيلي ؤ " دا په يورپ باندې يو ازمېښت دی " .

جنکر په خواؤشا په ۲۰ تجويزونو مشتمل يو بيان جاري کړی چې پکې د کډالو په اړه د معلوماتو د محتلفو هېوادونو ترمينځ د خبرو اترو منصوبه هم شامل ده .

بل لور ته د کروئيشيا د داخله وزارت وياند وئيلي دي چې د خالي په ورځ يې ملک ته ۱۱۵۰۰ کډوال راداخل شوي کومه شمېره چې تراوسه پورې په ورځ کې دغلته د راتلونکو کډوالو د شمېرې تر ټولو زياته ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG