لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او هند په پوله ډزو کې پينځه کسان ژوبل شوي


د پاکستان او هند ترمينځ په پوله د تېرې يوې مودې نه د د دواړو خواؤ نه د سرحدي لخوا په يو بل ډزې کيږي .
د پاکستان او هند ترمينځ په پوله د تېرې يوې مودې نه د د دواړو خواؤ نه د سرحدي لخوا په يو بل ډزې کيږي .

د پاکستان او هند په پوله (ورکنګ باؤنډرۍ ) باندې د هندي ځواکونو لخوا په ډزو کې پينځه پاکستاني ژوبل شوي دي .

د سرکاري ميډيا ترمخه د پنجاب صوبې د سيالکوټ سيمې په شکرګړهـ ورکنګ باؤنډرۍ باندې د هند سرحدي ځواکونو ناتاره ډزې کړي چې په نتيجه کې يې پينځه پاکستاني وګړي ژوبل شوي دي .

ميډيا د پنجاب رېنجرز د قوله وايي چې د پاکستان پنجاب رېنجرز ځواکونو د هند لخوا ډزو ته ځواب وئيلی او د هندي ځواکونه يې غلي کړي دي .

راپورونه وايي ډزو کې ژوبل کسان د سيالکوټ پوځي روغتون (سي اېم اېچ) ته وړل شوي دي .

بل لور ته د هند ميډيا د هندوستاني ځواکونو لخوا وئيلي چې د پاکستان رېنجر ځواکونو (بي اېس اېف) د هند ۱۴ پوستونه په هدف کړي دي .

او د سامبا په سېکټر کې د هند دوه وګړي په ډزو کې ژوبل شوي دي . د هند ميډيا ترمخه د جمعې د ورځې نه د اتوار پورې پينځه کسان په ډزو کې ژوبل شوي دي .

د پاکستان او هند ترمينځ په پوله د تېرې يوې مودې نه د د دواړو خواؤ نه د سرحدي لخوا په يو بل ډزې کيږي .

پاکستان په هند تور لګوي چې سرحدي ځواکونه يې په پوله د اوربند خلاف ورزي کوي او پاکستان پله ډزې کوي ، هم دغه رنګ تور د هند لخوا په پاکستاني ځواکونو لګول کيږي .

تېره مياشت هم د دواړو ملکونو ترمينځ په ورکنګ باؤنډرۍ او لائن اف کنټرول باندې د دواړو خواؤ نه ډزې شوې چې په نتيجه کې دواړو طرفونو ته مرګ ژوبلې اوختې وې .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG