لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجان کيري اؤ شاه سلمان ترمينځ په مهمو چارو غور


 واشنگټن اؤ رياض دامريکا په مشرۍ تيرکال دجوړ شوي هاغه ائتلاف برخه ده چې دتندروه ډلې داعش ځالې په نخښه کوي.
واشنگټن اؤ رياض دامريکا په مشرۍ تيرکال دجوړ شوي هاغه ائتلاف برخه ده چې دتندروه ډلې داعش ځالې په نخښه کوي.

اسرائيل اؤ فلسطين کې دتاؤتريخوالي خاتمې اؤ شام کې دروانې جگړې په هواري خبرو اترو لپاره دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري دسعودي عرب شاه سلمان بن عبدالعزيز سره ليدنه کړې ده.

واشنگټن اؤ رياض دامريکا په مشرۍ تيرکال دجوړ شوي هاغه ائتلاف برخه ده چې دتندروه ډلې داعش ځالې په نخښه کوي.

دسعودي عرب دبهرنو چارو وزير عادل بن احمد الجبير ددغه ليدنې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دکيري لخوا رياض کې شاه سلمان سره دليدنې په مهال دفلسطيني سيمو ترڅنگ دشام په معامله هم خبرې اترې شوي دي.

جان کيري داردن څخه دسعودي عرب پلازمينې رياض ته رسيدلى اؤ دامريکا دبهرنو چارو وزير عمان کې داردن شاه عبدالله اؤ دفلسطين صدر محمود عباس سره ليدنه کړې اؤ دامنيت دټينگښت په نوؤ تجويزونو يې خبرې کړي دي.

له دې وړاندې يوه ورځ دمخه دامريکا دبهرنو چارو وزير برلن کې داسرائيلي وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو سره ليدنه کړې وه.

دجمعې په ورځ ويانا کې دکيري اؤ روس، ترکي اؤ سعودي عرب دخارجه وزيرانو ترمينځ دشام دشخړې دخاتمې په اړه په بيلا بيلو لارو چارو دغور لپاره خبرې شوې وې.

خو دويانا دغو خبرو کې کوم پرمختگ نۀ ؤ شوى اؤ کيري وئيلي وؤ چې هغه هيله لري د٣٠م اکتوبر پورې به دشام په اړه يوه بله غونډه راوبلل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG