لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د عاشورې ورځ دکلکو امنیتي تدابیرو لاندې نمانځل کیږي


هیلي کاپټرې د ماتمي جلوسونو څارنه کوي
هیلي کاپټرې د ماتمي جلوسونو څارنه کوي

د خالي په ورځ په پاکستان کې د کربلا د پیښې په یاد کې دعاشورې ورځ د کلکو امنیتي تدابیرو د لاندې نمانځل کیږي اؤ اهل تشیع ماتمي جلوسونه وباسي.
د عاشورې د ورځې په مهال د هیواد په یو شمیر لویو ښارونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي اؤ د څه قسمه ورانکارۍ د مخنیوي نه یوارې امنیتي ځواکونه چټک ودرول شوي بلکې فوځ ته هم د څه رقم بدو حالاتو رامینځته کیدو په صورت کې دچمتو اوسیدو غږ شوی
په محرم کې عموما د پاکستان دننه د ترهګرۍ اؤ فرقه اییزو فسادونو ګواښونه موجود وي اؤ حکومت هر کال د محرم د ورځو شروع کیدو سره سم کوټلي امنیتي ګامونه اخلي خو سږکال د زیاتو امنیتي تدابیرو باوجود هم د تیرو دوؤ ورځو په دوران کې په بولان اؤ جیکب اباد سیمو کې خودکش حملې شوي چې په کې لږ ترلږه 32 کسان مړه اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.
د خالي په ورځ د هیواد د لویو اؤ وړو ښارونو څخه ماتمي جلوسونه ویستل کیږي چې په زمکه د هغې د کلک امنیت نیول کیدو تر څنګ د هیلي کاپټرو د لارې فضایي څارنه هم کولی شي.
په خیبرپښتونخوا صوبه کې دعاشورې د ورځې د ماتمي جلوسونو د حفاظت دپاره د زرګونو په شمیر پولیس اؤ ملیشه څواکونه په مهمو ښارونو، بازارونو اؤ لارو کوڅو کې ودرول شوي اؤ د صوبې سرښار پیښور په مکمل ډول تړل شوی دی
د پاکستان د کورنو چارو وزارت په نهم اؤ لسم محرم د سحر شپږو بجو نه د شپې تر لسو بجو د هیواد په 68 ؤ ضلعو کې د موبائیل فون د خدماتو د ځنډولو اعلان کړی ؤ اؤ د کراچۍ په ګډون به څو نورو مهمو ښارونو کې دعاشورې په ورځ د انټرنیټ خدمات هم ځنډولی شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG