لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:طالبانو دیرغمال امنیه قوماندان په شمول 14 پولیس وژلي


دغه پولیس د غور مارچ څخه طالبانو ژوندي نیولي وؤ
دغه پولیس د غور مارچ څخه طالبانو ژوندي نیولي وؤ

افغان چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د فارياب ولايت د غورماچ اولسوالۍ بندي د پولیسو مشر یا امنيه قوماندان د نورو 13 ؤ پولیسو سره وژلى دى.

د پولیسو دغه مشر وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې د غورماچ اولسوالۍ د نيولو په مهال ګڼ شمېر پوليسو سره ژوندى نيولى و.

دافغانستان خبري ادارې پژواک دفاریاب ولايت د امنیتي سرچینو له خولې وئیلي چې د غورماچ امنيه قوماندان عبدالمجيد ګليم بافي څو ځله له چارواکو غوښتي وو، چې د دوى د وتلو دپاره باید هیلي کاپټر ورته ولېږي، خو چا يې شکايت نه و اورېدلى.

د سرچينې په وينا، وروسته وسله والو طالبانو نوموړى د 18 ؤ پوليسو سره ژوندى ونيولو.

د فارياب د سرې مياشتې مشر خالميرزا صبوري وئیلي چې هغه د خپل يو ټيم سره د پولیسو د مړو ترلاسه کولو دپاره غور مارچ ته تللی اؤ د امنيه قوماندان په ګډون یې د پوليسو 13 مړي د ولايت مرکز ته لېږلي دي.

پژواک د سرچینو له خولې خپل رپورټ کې لیکلي چې د پولیسو مشر تر تیرې ورځې ژوندى و، خو پرون وسله والو طالبانو هغه وژلى او مړی يې ورله د امنيه قوماندانۍ د ودانۍ ترڅنګ غورځولى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG