لاس رسیدونکی لینک

پاکستان:د مذهب په سپکاوي د تورن عیسايي وګړي د خوشې کولو امر


پولیس وروستو له هغې دا مقدمه درج کړی چې نوید جان پولیس ته د میاشتنۍ بتې یا رشوت ورکولو څخه انکار وکړو

د زیارت په ورځ د پاکستان د پنجاب ایالت په سرګودها ښار کې یو سیمه اییز عدالت د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوی عیسايي زلمی نوید جان په ضمانت خوشې کړی.
د میډیا راپورونو له مخې د نوید جان مسیح په ضد دوه اوونۍ د مخه د مذهب د سپکاوي د قانون 295A په اساس د سیټلائټ ټاؤن په تاڼه کې د یو پولیس سپاهي په مدعیت کې ایف ایي ار درج کړی شوی ؤ.
د نوید جان مسیح کورنۍ اؤ وکیلانو وئیلي چې د هغه په ضد درج کړی شوې مقدمه بې بنیاده ده اؤ پولیس وروستو له هغې دا مقدمه درج کړی چې نوید جان پولیس ته د میاشتنۍ بتې یا رشوت ورکولو څخه انکار وکړو.
ایف ایي ار کې دعوه شوې ده چې نوید جان مسیح د خپل کور په یوه کوټه کې په روحاني توګه د ناروغانو د علاج کار شروع کړی ؤ اؤ پخپله دغه کوټه کې یې یوه داسې توره یا تلوار ځوړند کړی ؤ چې په هغې د قران ایتونه لیکل شوي وؤ.
ایف ایي ار کې وئیل شوي چې کله به نوید مسیح د چا علاج کولو په هغه مهال به په توره د لیک قراني ایتونو سپکاوی کیدو چې له دې امله سیمه کې د تاؤ تریخوالي اؤ جنګ جګړې رامینځته کیدو خطره وه.
ددغه ایف ایي ار په اساس پولیس نوید جا په اتم اکتوبر نیولی اؤ جیل ته یې لیږلی ؤ.
خو د نوید جان مسیح وکیل اؤ د پاکستان د اقلیتي اتحاد مشر طاهر نوید چوهدري له خولې میډیا وئیلي چې په نوید جان دغه مقدمه د دروغو په اساس جوړه کړی شوې وه.
دهغه په وینا د قراني ایتونو واله تلوار نوید جان مسیح ته د هغه یو مسلمان ملګري په تحفه کې ورکړی اؤ هغه پخپله کوټه کې راځوړند کړی ؤ.
خو پولیسو د خپلې نالګي په اساس د هغه په ضد مقدمه جوړه کړه
د خالي په ورڅ د سرګودهې سیمه اییز عدالت دهغه د ضمانت درخواست منظور کړی اؤ د هغه د خوشې کولو امر یې کړی دی.
په پاکستان کې له دې وړاندې هم د مذهب د سپکاوي په تور بیلابیلو وختونو کې نه یوازې اقلیتي وګړي د پولیسو لخوا زندانونو ته اچول شوي بلکې ګڼ شمیر د خلکو لخوا د لګیدلو الزامونو په اساس وژل شوي هم دي

XS
SM
MD
LG