لاس رسیدونکی لینک

دقومي وطن پارټۍ وزيران دپښتونخوا کابينه کې شامل


نن دنهې په ورځ دقومي وطن پارټۍ دصوبائي اسمبلۍ غړي سکندر شيرپاؤ اؤ انيسه زيب طاهر خيلي دوزارتونو لوړه کړې ده.

پښتون قام پرست گوند قومي وطن پارټي دوه کاله پس يوځل بيا خيبرپښتونخوا صوبه کې دواکمن گوند پاکستان تحريک انصاف ائتلافي حکومت کې شامل شوى دى.

قومي وطن پارټي يوځل بيا خيبرپښتونخوا کې دتحريک انصاف ائتلافي حکومت کې په داسې حال کې شامله شوې چې دکال ٢٠١٣م دنومبر په مياشت کې پي ټي ائي دخپل دغه ائتلافي گوند دوه وزيران دکرپشن په تور دکابينې څخه فارغ کړي وؤ اؤ دقومي وطن پارټۍ سکندر شيرپاؤ وروستو احتجاجاً مستعفي شوى ؤ.

له دې وړاندې دستمبر په مياشت کې قومي وطن پارټۍ خيبرپښتونخوا کې واکمن گوند پاکستان تحريک انصاف سره حکومت کې دشامليدو په يو تړون لاسليک کړى ؤ، په دغه تړون سکندرحيات شيرپاؤ دخيبرپښتونخوا وزيراعلي لاسليکونه کړي وؤ.

نن دنهې په ورځ دقومي وطن پارټۍ دصوبائي اسمبلۍ غړي سکندر شيرپاؤ اؤ انيسه زيب طاهر خيلي دوزارتونو لوړه کړې ده.

دقومي وطن پارټۍ سکندرشيرپاؤ دداخله، قبائيلي سيمو اؤ اوبۀ خور اؤ انيسه زيب طاهر خيلي دمعدنياتو دوزارت سوگند اخستى.

دې لړ کې دخيبرپښتونخوا په گورنر هاؤس کې دسوگند اخستو دستوره شوې چې پکې دخيبرپښتونخوا گورنر سردار مهتاب احمدخان دقومي وطن پارټۍ ددغو دواړو وزيرانو څخه سوگند اخستى.

دستوره کې دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک اؤ نور لوړپوړي چارواکي هم موجود وؤ.
په عين حال کې کابينه کې دقومي وطن پارټۍ دوزيرانو دشامليدو له امله دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير مشتاق غني دوزارت څخه فارغ کړل شوى.

مشتاق غني يو کال دمخه جولا ئي ٢٠١٤م کې داطلاعاتو وزير ټاکل شوى ؤ، دهغه څخه دمخه دپي ټي ائي شاه فرمان داطلاعات وزير ؤ ، څوک چې په خرابې کارکردگۍ لرې کړل شوى ؤ.

دتحريک انصاف مشر عمران خان يوه اوونۍ دمخه کابينه کې دقومي وطن پارټۍ دشامليدو منظوري ورکړې وه.

په ياده دې وي چې تيرکال اسلام اباد کې ددهرنې په مهال دعمران خان لخوا دقومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمدخان شيرپاؤ باندې سختې نيوکې شوې وې اؤ په هغه دبدعنوانۍ تورونه لگول شوي وؤ.

٢٠١٣م کې دقومي وطن پارټۍ دمحنت وزير بخت بيدار اؤ دځنگلونو وزير ابرار حسين دتحريک انصاف دمشر عمران خان په وينا دبدعنوانۍ په تور دکابينې څخه فارغ کړل شوي وؤ.

وروستو بخت بيدار دعمران خان په ضد دکرپشن په تور ديو ارب روپو دهرجانې دعوه جمع کړې وه اؤ دعمران خان وکيل عدالت کې ځواب جمع کړى ؤ چې بخت بيدار سرکاري ادارو کې ١١٠ غيرقانوني بهرتيانې کړي، دسرکاري گاړي لپاره يې دتيلو اؤ سمولو لړ کې اووۀ نيم لکه روپۍ راويستلي اؤ دغه گاډى دهغه رور استعمالولو.

دبدعنوانۍ په تور دکابينې څخه ويستل شوي ابرار حسين دپي ټي ائي په مشر عمران خان اؤ جهانگير ترين دبدعنوانۍ تورونه لگولي وؤ.

XS
SM
MD
LG