لاس رسیدونکی لینک

کوئټه: د مسافرو په بس بمي چاؤدنه شوې، لږ ترلږه ۱۰ کسان مړه


يو سينئر پوليس افسر جاوېد پېښه کې د ۲۰ کسانو د ژوبلېدو پخلی کړی دی .

د پاکستان بلوچستان صوبې په سرښار کوئټه کې د بسونو په اډه کې دننه د مسافرو په يو بس کې بمي چاؤدنه شوې چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي .

د چارواکو پ وينا دغه پېښه د کوئټې په سرياب روډ باندې هغه وخت رامنځته شوې چې په بس کې نزدې ۴۰ کسان سواره وو . د امدادي ادارو غړو د بمي چاؤدنې په نتيجه کې په وژل شوؤ کې د دوه ماشومانو د مړينې هم وئيلي دي .

يو سينئر پوليس افسر جاوېد پېښه کې د ۲۰ کسانو د ژوبلېدو پخلی کړی دی .

د چاؤدنې په نتيجه کې ژوبل شوي کسان د کوئټې سول روغتون ته وړل شوي او په روغتون کې اېمرجنسي اعلان شوې ده ، راپورونه وايي په ژوبلو کې د يو شېمر کسانو روغتيايي حالت مرګونی دی .

راپورونه وايي چې چاؤدېدونکي بارودي مواد په بس کې دننه ځايې په ځايې کړی شوي او چاؤل شوي دي ، خو چارواکو د چاؤدنې د نوعيت په اړه څه نه دي وئيلي .

چارواکو وئيلي د پېښې موقعې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي ، علاقه يې په ګېره کې اخيستې او پلټنې يې پېل کړي دي .

د بلوچستان وزيراعلی عبدالمالک بلوچ د بمي چاؤدنې په سختو ټکو کې غندنه کړې او چاؤدنه يې په بلوچستان کې د امنيت په ځايې سازش ګرځولی دی .

XS
SM
MD
LG