لاس رسیدونکی لینک

سندهي قام پرستو د کالاباغ ډېم په ضد احتجاجي لاريون کړی


د سندهي قام پرست مشر په وينا د دغې لانجمن ډېم جوړول د ملکي يو والي او سالميت په ضد سازش کول دي .

د پاکستان په جنوبي صوبه سندهـ کې سندهي قام پرست ګوندونو قومي عوامي تحريک او سندهياني تحريک د لانجمن کالاباغ ډېم د منصوبې په ضد احتجاجي لاريون کړی او وئيلي دي د کالاباغ ډېم د جوړلو خبره د ملک د يو والي په ضد سازش دی .

د سندهـ صوبې په بدين سيمه کې نن د اتوار په ورځ د سندهي قام پرسته ګوند قومي عوامي تحريک د مشر رسول بخش رئيس پليجو په مشرۍ په لويه شمېره کې ښځو، ماشومانو او سړو د لانجمن کالاباغ ډېم د مجوزه منصوبې په ضد لاريون کړی دی ، چې پکې لاريون کوؤنکو د کالاباغ ډېم جوړېدو په ضد تودې نعرې وهلي دي .

رسول بخش رئيس لاريون کوؤنکو ته د وينا په مهال د پاکستان مسلم ليګ (ن) ډلې مرکزي حکومت او د کالاباغ ډېم د جوړولو پلويانو ته خبرداری ورکړی چې د دغې لانجمن ډېم جوړول د ملکي يو والي او سالميت په ضد سازش کول دي .

نوموړي وئيلي چې د سندهـ، خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبايي اسمبليانو په متفقه توګه دغه منصوبه رد کړې او د دغو درې واړو صوبو اوسېدونکي به کله هم څوک دغه ډېم جوړولو ته نه پرېږدي .

سندهي قام پرست مشر تور لګولی چې ځينې خلک په داسې وخت کې په ملک کې اړی ګړی جوړول غواړي چې ملک د منځنو او بهرنو چېلنجونو سره مخ دی .

د قام پرست ګوند صدر اياز لطيف پليجو وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، د مسلم ليګ (ن) ډلې د حکومت يو مرکزي وزير خواجه اصف په داسې وخت کې د لانجمن کالاباغ ډېم خبره راپورته کړې چې په ملک کې د ترهګرۍ په ضد جګړه روانه ده .

هغه ووئيل په داسې حال کې چې په لمړي ځل د ملک ټولې ادارې، پارليمنټ، پوځ،او خلک سره د ميډيا او مدني ټولنې د ترهګرۍ په ضد يو موټی دی او د دغې رنځ نه ځان خلاصول غواړي، د مرکزي حکومت د يو وزير د کالاباغ ډېم په اړه بيان ورکول مونږ ته بهرنی سازش ښکاري او هغه تور ولګوؤ چې خواجه اصف په دغه خبره سياست کول غواړي او د خلکو توجه بل لور ته د اړولو هڅه کوي .

پينځه ورځې وړاندې د اوبو او بجلۍ مرکزي وزير خواجه اصف په سېنيټ کې وئيلي چې د اوبو د ذخيره کولو د اووه منصوبو(چې پکې لانجمن کالاباغ ډېم شامل دی ) په جوړولو غور روان دی .

د اياز لطيف پليجو په وينا څو ورځې وړاندې د پاکستان تحريک انصاف ډلې مشر عمران خان هم د کالاباغ ډېم په اړه دغه ډول بيان ورکړی دی ، هغه ووئيل په ملک کې د ترهګرۍ په ضد قامي تګ لاره (نيشنل اېکشن پلان) جوړ کړی شوی او د پاکستان او چين ترمينځ د اقتصادي راهدارۍ خبرې کيږي ، د نوموړي په وينا په داسې حال کې به دغه ډول بيانونه په ملک کې د ټکراؤ سبب وګرځي .

د لانجمن کالاباغ ډېم د جوړېدو په ضد په کال ۱۹۸۸م کې په خېبرپښتونخوا، په کال ۱۹۹۴ کې په بلوچستان او په کال ۲۰۱۲م کې په څلورم ځل په سندهـ اسمبلۍ کې متفقه قراردادونه منظور کړی شوي دي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG