لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د منځني ختيز د تشدد تازه پېښو کې څلور فلسطينيان وژل شوي


په سيمه کې د اړي ګړي تازه لړۍ يوه مياشت وړاندې په يروشلم کې د الاقصی جومات په سر شورو شوې،
په سيمه کې د اړي ګړي تازه لړۍ يوه مياشت وړاندې په يروشلم کې د الاقصی جومات په سر شورو شوې،

په اسرائيل کې د چاقو(چاکو) د لارې د حملو لړۍ دوام لري او د تشدد تازه پېښو کې نور څلور فلسطينيان وژل شوي دي، د وژنو په تازه پېښو کې دوه کسان په يروشلم او دوه نور په لوئيديزه علاقه الخيل کې وژل شوي دي .

بل لور ته په الخليل کې د فلسطين پينځم کس هغه وخت په ډز وژل شوی چې کله هلته د چاقو درېمه حمله وشوه ، خو چارواکو دا نه دي وئيلي چې هغه وژل شوی دی .

تراوسه پورې د تشدد په پېښو کې ۴۰ فلسطينيان او اووه اسرائيل وژل شوي کومه لړۍ چې فلسطيني چارواکي د الاقصی جومات د برخې د يهوديانو په ټمپل ماؤنټ کې د شاملولو سره تړي، او اسرائيل د فلسطين دغه ادعاوې ردوي چې د هغويې په مقدس ځايې باندې ورخيژي .

رابرټ برجر د يروشلم نه وايس اف امريکا په لېږلي رپورټ کې وئيلي چې د الخليل د دوه علاقو په ګډون لوئيديزه کناره باندې د چاکوانو د حملو څو پېښې رامنځته شوي ، او په هغې باندې اسرائيلي پوځ په فلسطيني مظاهره چيانو اوښکې بيونکی ګېس ويشتی دی .

پوليس وئيلي چې يو فلسطيني په يهودي د چاکو ګوزار کړی څوک وسله په لاس ؤ او په ځوابي کارروائۍ کې بيا فلسطينی وژل شو ی دی . او بيا د فلسطين يوې ښځې د اسرائيل په ښځينه پوليس باندې د چاکو ګوزار کړی او د پوليس په ډز باندې بيا هم وژل شوې ده .

په سيمه کې د اړي ګړي تازه لړۍ يوه مياشت وړاندې په يروشلم کې د الاقصی جومات په سر شورو شوې، کوم ځايې ته چې يهوديان " ټمپل اف ماؤنټ " وايي . فلسطينيان په اسرائيل باندې تور لګوي چې دويې د الاقصی جومات په احاطه باندې قبضه کول غواړي .

يو فلسطيني کس وئيلي د چاکو د لارې حملې په الاقصی کې د اسرائيلي ګامونو قدرتي غبرګون دی .

د اسرائيلي حکومت وياند مارک ريجيو دغه تاثر رد کړی او وئيلي يي دي چې اسرائيل د لانجمن تبرک والا ځايې د حيثيت بدلولو هيڅ قسمه هڅې نه کوي .

اسرائيل په سلګونو پوليس او پوځي عسکر ښارونو پله روان کړي، خو تراوسه پورې د تشدد لړۍ نه ده قابو کړی شوې . فلسطينيان وايي چې اړی ګړی به تر هغې روان وي څو پورې چې اسرائيل د ختيز يروشلم، لوئيديزې کنارې او د غزې په پټۍ باندې قبضه نه وي پرېښودي .

د امريکې صدر باراک اوباما د جمعې په ورځ په سيمه ييزه مشرانو غږ کړی ؤ چې د هغو بيانونو نه ډډه وکړي کوم چې د تشدد، قهر يا غلط فهمو سبب ګرځي .

صدر اوباما وئيلي دا پرېکړه به اسرائيل او فلسطين کوي چې د امريکې په ملاتړ د امن خبرې بيرته بحال کړي او امريکا يې په دغې لړ کې مرستې کولو ته تياره ده .

دامريکې خارجه وزير جان کېري به راتلونکې اوونۍ کې اسرائيلي وزيراعظم بينجمن نېتن ياهو سره ويني .

د اسرائيل او فلسطين چارواکو د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په يوه هنګامي غونډه کې په يو بل تشدد ته د زور ورکولو تورونه لګولي دي .

تېر کال هم د دواړو خواؤ ترمينځ د تاؤ تريخوالي په نتيجه کې په لسګونو اسرائيليان او فلسطينيان وژل شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG