لاس رسیدونکی لینک

امريکې سره به اقتصادي اړيکو باندې پراخه خبرې کولی شي، سرتاج عزيز


د سرتاج عزيز په وينا په تېر وخت کې د پاکستان او امريکې تعلقات د امنيت سره اړونده ؤ ، خو اوس اسلام اباد غواړي چې واشنګټن سره اقتصادي اړيکې پراخه کړي .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف چې د روانې مياشتې (اکتوبر) د ۲۰م نېټې نه د امريکې دوره پېل کوي نوموړي به په ۲۲م اکتوبر سپينه ماڼۍ کې صدر باراک اوباما سره ويني .

د امريکې د سفر نه وړاندې د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د اعل کچې يوه غونډه شوې چې پکې د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف، مرکزي وزيرانو او د قامي سلامتۍ او بهرنو امورو مشاور هم ګډون کړی دی .

په دغه غونډه کې د ملکي امنيتي حالاتو ترڅنګ د وزيراعظم د امريکې د دورې په ايجنډا هم خبرې اترې شوي دي .

راپورونه وايي د وزيراعظم د امريکې د دورې په مهال به افغانستان کې د امنيت او د افغان سولې په عمل کې د پاکستان د کردار ترڅنګ هند سره د تعلقاتو په اړه هم خبرې اترې کولی شي .

د وزيراعظم د قامي سلامتۍ او خارجه امورو مشاور سرتاج عزيز وئيلي په تېر وخت کې د پاکستان او امريکې تعلقات د امنيت سره اړونده ؤ ، خو اوس اسلام اباد غواړي چې واشنګټن سره اقتصادي اړيکې پراخه کړي .

" تراوسه پورې زمونږ ايجنډا د امنيت سره اړونده معاملاتو باندې وه ، د افغانستان او ترهګرۍ په حواله باندې . اوس د اقتصادي مرستو زياتولو ضرورت دی او د دې مطلب دا دی چې زيات تجارت، سرمايه کاري او د تعليم په مېدان کې مرستې " .

روانه اوونۍ د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ د يو خبري بريفنګ په مهال وئيلي ؤ د وزيراعظم نوازشريف د امريکې د دورې په مهال به د جوهري وسلو د تحفظ په اړه خبرې کولی شي خو د سويلين جوهري تړون هيڅ امکانات نشته .

جوش ارنسټ د يو سوال په ځواب کې وئيلي ؤ " کوم څه چې په خبرونو کې وئيل کيږي زه د دغه ډول تړون په اړه ډېر زيات خوشبينه نه يم " .

د هغه وينا وه پاکستان او امريکا د جوهري تحفظ متعلق د وړاندې نه خبرې اترې کوي او " زما په خيال د دواړو ملکونو د مشرانو په ليدنه کې به په دغې اړه خبرې اترې کيږي " .

سرتاج عزيز په دغې حواله وئيلي د جوهري پروګرام د تحفظ په اړه د پاکستان لخوا په پورته کړی شوؤ ګامونو نړېوالې ورورولۍ د اعتماد څرګندونه کړې ده .

د نوموړي په وينا د وزيراعظم د دورې په مهال به په يوه بله مهمه مسله چې د افغانستان متعلق ده په دغې اړه به تفصيلي خبرې اترې کيږي .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف په ورستيو کې يو بيان کې وئيلي دي چې پاکستان په افغانستان کې د امنيت په ځايې کولو کې کردار ادا کولو ته تيار دی ، او د هغه په وينا د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ د خبرو کولو په لړ کې پاکستان ډېر محنت کړی دی .

پاکستاني چارواکي وايي د وزيراعظم د امريکې په دوره کې به د پاکستان او هند د اړيکو، تاؤ تريخوالي او مذاکراتي عمل کې د تعطل په اړه هم تفصيلي خبرې کولی شي .

XS
SM
MD
LG