لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندر غاړې وږمه د کینسر مرض ته بې اسرې پرته ده


د پښتو مشهوره سندرغاړې وږمه د شوګر اؤ ګردو د ناروغۍ نه وروستو د کینسر په مرض مبتلا شوې اؤ خاوند یې وایي د علاج دپاره یې پیسې نه لري.

وږمه چې د خیبرپښتونخوا د صوابۍ سیمې سره تعلق لري په زرګونو د پښتو سندرې یې وئیلي اؤ تر څه مودې وړاندې هغه د پښتو د سر په سندرغاړو کې شمیرل کیده وائس اف امریکا ډیوه راډیو سره یې څه موده مخکې د مرکې په مهال ژړلي وؤ چې د بې وسۍ د لاسه یې د خپل کور په لوښو لرګو خرڅولو شروع کړې ده.

دغه وتلې سندرغاړې چې د تیرې ډیرې مودې راهسې د پختورګو اؤ شوګر په ناروغۍ اخته وه خاوند یې میډیا ته وئیلي چې اوس په بدن کې رسولۍ شوې دي اؤ د ټیسټونو نه وروسته یې معلومه شوې ده چې د کینسر موذي مرض ورته لګیدلی دی.

د وږمې خاوند لیاقت وئیلي تر اوسه ورسره حکومت یا کومې ادارې د وږمې په علاج کې د یوې پیسې مرسته نه ده کړې اؤ هغه پخپل سر د یارانو، دوستانو اؤ ملګرو څخه پورونه غواړي اؤ د وږمې علاج پرې کوي.

وږمې هم دپاکستان یو شخصي ټي وي سره خبرو کې پخپله بده ورځ اؤ ناروغۍ ژړلي اؤ وئیلي یې دي "کله چې زه مقبوله وم اؤ مرستو ته مې ضرورت نه لرلو هر چا راسره مرستې کولې ، ولې اوس چې مرستو ته اړ یم ، خلکو ته د مدد دپاره چغې وهم نو هیڅوک مې چغې نه اوري"

وږمې وئیلي دي چې د شوګر، پختورو اؤ رسولۍ ناروغو هغه په کټ غورځولې اؤ خاوند یې د خلکو نه په پورونو غوښتو دهغې علاج کوي،

له دې وړاندې د وائس اف امریکا ډیوه راډیو پروګرام کې وږمې د کوربه رحمان بونیري سره د مرکې کولو په دوران کې په چغو چغو ژړلي وؤ اؤ وئیلي وؤ چې حکومت ، فني ادارو اؤ خلکو ترې مخ اړولی اؤ په هغې بې کچه د نیستۍ ورځې راغلي دي.

وږمې زیاته کړې وه چې هغه د خپلو بچو د سکول د فیسونو ورکولو توان هم نه لري اؤ د خپل کالي پتري د خرڅولو څخه وروستو یې اوس د ژوند د ګاډي روان ساتلو دپاره دکور په سامانونو خرڅولو شروع کړې ده.

وږمې تر دې مهاله د خپل فن په لړ کې د ګڼو هیوادونو سفرونه کړي اؤ یو شمیر انعامونه اؤ جائزې یې هم ګټلي خو وایي چې دغه جائزې اوس د هغې د بچو نهرې ګیډې نه شي ډکولی.

وائس اف امریکه ډیوه راډیو د هغې د ناروغۍ اؤ بدو ورځو په اړه د خیبر پښتونخوا د کلتور مشاور امجد اپریدي سره پرله پسې د تماس نیولو هڅې وکړې خو هغه ټیلیفون پورته نه کړو.

تیره اوونۍ ډیوه راډیو ته د صوبې د کلتور مشاور امجد اپریدي وئیلي وؤ چې حکومت یې تر پینځوؤ سوؤ فنکارانو د پاره د مالي مرستو یو پروګرام پیلوي چې له مخې به یې هاغو ټولو فنکارانو ته د میاشتې تر 30ؤ زرو روپو پورې وظیفه ورکړل کیږي چې ترهګرۍ اغیزمن کړي دي.

خو د وږمې د فن مینه وال پوښتنه کوي چې ترڅو دغه حکومتي منصوبه پیل کیږي ایا تر هغې به د کینسر غوندې وژونکې ناروغي وږمې ته انتظار وکړي؟

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:32 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG