لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ:پوليس مقابله کې اته مشکوک وسله وال وژل شوي


په کراچۍ ښار کې پوليس او رېنجر د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د مياشتې راهسې د تُندلارو، هدفي وژونکو او نورو جرائيم پېشه ؤ په ضد هدفي عمليات کوي او چارواکي ادعا کوي چې د عملياتو سره په ښار کې تر ډېره حده امنيت په ځاې کړی شوی دی

د پاکستان تر ټولو غټ اقتصادي ښار کراچۍ پوليس وايي په منګهوپير سيمه کې پوليس سره په يوه مقابله کې اته مشکوک وسله وال وژل شوي او په نخښته کې دوه پوليس ژوبل شوي هم دي .

د منګهوپير تهاڼې پوليس افسر وحيد وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې پخلی کړی چې د وسله والو د موجودګۍ په خبر د عملياتو په مهال د پوليس په مقابله کې اته مشکوک وسله وال وژل شوي دي .

د نوموړي په وينا د مقابلې په مهال د منګهوپير تهاڼې اېس اېچ او غلام حسېن کورائې او يو سپاهې ژوبل شوي دي .

پوليس افسر زياته کړه چې د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو لا نه ده شوې خو تعلق يې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې سره دی .

پوليس افسر اېس اېس پي راؤ انوار چې د مشکوک وسله والو په ضد د عملياتو مشري يې کوله ، نوموړي ميډيا سره خبرو کې ووئيل منګهوپير کې په نادرن بائي پاس سړک باندې چې پوليس په وسله والو چهاپه ووهله نو وسله په پوليس ډزې پېل کړې .

د نوموړي په وينا د پوليس په ځوابي کارروائۍ کې اته مشکوک وسله وال ووژل شو ، او دوه پوليس والا هم ژوبل شوي دي .

هغه ووئيل په وژل شوؤ وسله والو کې د څلورو پېژندګلو د عرفان منير، صدام حسېن، شريف الله او اسماعيل محسود په نومونو شوې او څلور نور لا نه دي پېژندل شوي ، د پوليس افسر په وينا د وسله والو نه چاؤدېدونکي بارودي مواد او وسله هم ترلاسه کړی شوې ده .

راؤ انوار زياته کړه د وسله والو تعلق د لاقانونه ګرځول شوې ډلې سره دی او دويې په ښار کې د پوليس په وژنو، عباس ټاؤن کې په شوې چاؤدنه او نورو هدفي وژنو کې ککړ ؤ .

په کراچۍ ښار کې له دې وړاندې هم پوليس او رېنجرو د مقابلو په مهال د مشکوکو وسله والو د وژنو ادعاوې کړي دي .

تازه مقابله په داسې حال کې شوې چې چارواکي وايي په ښار کې د محرم په موقع سخت امنيتي ګامونه پورته کړی شوي دي .

په کراچۍ ښار کې پوليس او رېنجر د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د مياشتې راهسې د تُندلارو، هدفي وژونکو او نورو جرائيم پېشه ؤ په ضد هدفي عمليات کوي او چارواکي ادعا کوي چې د عملياتو سره په ښار کې تر ډېره حده امنيت په ځاې کړی شوی دی .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG