لاس رسیدونکی لینک

پیښور کې د بې کوره قبائیلي کډوالو په ګرځیدو بندیز لګول شوی


په دغو بینرونو ځوړندولو قبائیلي صحافیانو اؤ عامو وګړو سختې نیوکې کړي

دمحرم الحرام د شروع کیدو سره سم پولیسو دخیبر پښتونخوا په سرښار پیښور کې دبې کوره شوؤ قبائیلي وګړو اؤ افغان کډولو په ګرځیدو بندیز لګولی اؤ په هغوئ غږ کړی چې د محرم په ورځو کې دې پيښور ته نه راننوځي.

په پیښور ښار کې پولیسو دمحرم په مناسبت د حفاظتي تګ لارې روښانه کولو دپاره لویې لویې بینرې ځوړندې کړي چې په دغو بینرونو لیکل شوي "د وسلو په ګرځولو بندیز دی، په دیوالونو لیکل منعې دي، پاروونکي تقریرونه به نه کیږي، د اذان اؤ خطبې نه بغیر به څوک لوډ سپیکر نه کاروي اؤ پيښور ښار ته به د افغان کډوالو اؤ بې کوره شوؤ قبائیلي وګړو ( ایي ډي پیز) په ننوتو اؤ ګرځیدو بندیز وي"

په دغو بینرونو ځوړندولو قبائیلي صحافیانو اؤ عامو وګړو سختې نیوکې کړي اؤ وایي "پولیس اؤ حکومت قبائیلو ته واضحه پیغام ورکړی چې دوئ د پاکستان وګړي نه دي"

قبائیلي صحافي رسول داوړ ډیوه راډیو ته وئیلي قبائیلو ددې هیواد په جوړیدو اؤ ساتنه کې درنې قربانۍ ورکړي اؤ اوس چې قبائیلي سیمو کې د ضرب عضب په نوم کوم عملیات روان دي په هغې کې هم تر ټولو زیات قبائیلي وګړي اغیزمن شوي.

هغه وویل چې ددغه عملیاتو له امله قبائیلو نه ډک ډک کورونه اؤ مالونه پاتې شوي اؤ پيښور یا د خیبر پښتونخوا نورو سیمو ته راکډوال شوي ، اوس چې ورنه دلته څوک د ګرځیدو حق هم اخلي نو دا ددوئ په قربانو پسې خندا ده.

هغه غوښتنه کړې ده چې پولیس دې دشرم څخه په ډک خپل دغه اقدام معافي وغواړي اؤ سپیناوي دې وکړي چې ایا هغوئ قبائل د پاکستان وګړي مني که نه ؟

یو بل قبائیلي صحافي قدیر داوړ هم دغه اقدام د قبائیلي اولس د سپکاوي وړ بللی اؤ په سوشل میډیا یې خپل یو بیان کې پوښتنه راولاړه کړې ده چې که ایا قبائیل پاکستاني وګړي دي که نه ؟ که چرې د پاکستان وګړي نه وي نو بیا ورته د پاکستان شناختي کارډونه ولې ورکړل شوي دي اؤ که چرې دوئ هم ددې خاوري بچي دي نو بیا لکه د غیرملکیانو پخپله خاوره د ګرځیدو مخه یې ولې نیول شوې ده ؟

هغه وئیلي دي چې خواوشا اویا لکه قبائیل روزانه د بیلابیلو ضرورتونو دپاره پيښور ته ځي اؤ ددوئ پيښور کې په داخله بندیز به وړاندې نه دمصیبتونو سره مخ قبائیل نورو پریشانو سره هم مخ کړي.

کله چې مو ددغو بینرو لګوونکو پولیس افسرانو کې د یو افسر ریاض علی شاه څخه وپوښتل ایا هغوئ قبائیل پاکستانیان نه ګڼي چې پيښور کې یې د هغوئ په داخله بندیزلګولی نو وئ وئیل"داسې هیڅ خبره نه شته قبائیل زمونږ وروڼه دي خو محرم کې دامن پځایې کولو دپاره دا اقدام ضروري ؤ چې امام باړو سره څلور سوه میټره فاصله کې دې هیڅ غیر متعلقه شخص پرې نه ښودل شي"

هغه وویل دا بندیز یوازې د ايي ډي پیز یا افغانانو دپاره بلکې د پاکستان د بندوبستي یا ښاري سیمو اوسیدونکو دپاره هم دی.

نوموړي زیاته کړه دغه فیصله د پولیس چارواکو د لوړې پایې په یوه غونډه کې شوې خو مطلب یې هر ګز دا نه دی چې ګنې په ټول پیښور کې پې کوره قبائیلي وګړي نه شي ګرځیدی

XS
SM
MD
LG