لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو دفترونو کې کارکوونکو ښځو ته د مرګ پیغامونه لیږلي


طالبانو ددغو میرمنو یو باقاعده فهرست جوړ کړی
طالبانو ددغو میرمنو یو باقاعده فهرست جوړ کړی

راپورونه وایي د افغانستان شمال ختیز ښار کندوز ته د یاغي طالبانو د ورننوتو څخه وروستو طالبانو په دفترونو کې د کارکوونکو ښځو کورونه لټولي اؤ هغوئ ته یې ګواښ کړی چې بیا دې دفترو ته نه ځي ګنې وبه وژل شي.
د کندوز راډیو یوه نطاقه چې د طالبانو له ویرې د خپل کور په تاخانه کې ناسته ده ددې اندیښنې ښکار ده چې کله به طالبان لټون پسې د هغې تر کوره رسي.

طالبانو تیره میاشت په 28 م ستمبر په کندوز ښار د دریوؤ اړخونو څخه برید کړی ؤ اؤ ددغه ښار څخه یې دافغانستان امنیتي ځواکو ځواکونه په شاتګ مجبور کړی وؤ.
د کال 2001 څخه وروستو چې طالبان د حکومت څخه غورځول شوي وؤ دا لمړۍ موقعه وه چې هغوئ د افغانستان د کوم مهم ښار په بشپړ ډول کنټرول ترلاسه کړی ؤ.

خبري ادارې ای ایف پي ته د کندور راډیو یوې نطاقې د نوم نه ښودلو په شرط وئیلي کله چې طالبانو د هغوئ د کور دروازه وډبوله نو تره یې ورته ور پرانستو اؤ د هغې پوښتنه یې ترې وکړه.
دغه نطاقه وایي طالبانو یې تره ته وویل "ستاسو کور کې یوه ښځه ده چې په دفتر کې کار کوي خو زما تره ورسره ونه منله اؤ بیا طالبانو هغه د کوره وویستو اؤ وئ وژلو"
دغه نطاقه وایي چې د وژل کیدو نه وروستو یې د تره مړی تر څو ورځو په لارو کوڅو کې پروت ؤ خو چا یې د پورته کولو جرائت نه شو کولی.
افغانستان کې ځینو ډلو دا دعوه هم کړې ده چې کندوز کې طالبانو د زندانونو دننه په قید میرمنو جنسي تیری هم کړی اؤ هغه نیم زالې ښځې یې هم په نخښه کړي چې میرمنو ته یې د صحت اسانۍ ورکولې.

د مدني ټولنې غړي اؤ سیمه ایز اوسیدونکي وايي چې تندروه طالبانو د ښځو درې راډیو سټیشنونه تباه کړي، د جینکو یو سکول یې لوټلی اؤ د ښځو د حقونو دپاره کارکوونکو دفترونو کې ماته ګوډه کړې ده.

ای ایف پی وايي چې د طالبانو تر ټولو مهم هدف هغه پناه ځایونه وؤ چې د کورونو نه تښتیدلو، د کورني تشدد ښکار اؤ د غیرت په نوم د وژل کیدو د اندیښنو سره مخ میرمنو پکې پناه اخستې وه.

د "ویمن فار افغان ویمن" په نوم د فعالیت کوونکې یوې موسسې د کندوز مشرې حسینه سروري ای ایف پي ته وئیلي چې په قندور د قبضې نه وروستو ورته د طالبانو مرستیال مشر ټیلي فون وکړو اؤ ورڅخه یې وپوښتل "تاسو چې دا ښځې ددې پناه ځایونو څخه اوباسئ نو چرته یې پټوئ؟ "
دا په داسې حال کې چې په دغه موقعه د میرمن سروري په شیلټر هاوس یا پناه ځایې کې 13 میرمنې موجودې وې.

سروري وایي هغې د طالبانو مشر ته ځواب کې وئیلي وؤ چې هاغه ښځې کابل کې بیخي خوندي دي.
په دغه ځواب اوریدو طالب مشر په خندا کې وویل "ځه ښه ده چې هغوئ په تیښته بریالۍ شوي"
اؤ وروستو بیا د میرمن سروري پناه ځایې هم وسوځول شو.

د کندوز څخه د وتلو میرمنو وینا ده چې طالبانو ددغو ښځو یو فهرست جوړ کړی چې پکې نه یوازې ددغو ښځونومونه اؤ عکسونه شامل دي بلکې د موبائلونو نمبرې یې هم راجمع کړي دي.
په دغو موبائیل نمبرو طالبانو ډیرو میرمنو ته پیغامونو ورلیږلي چې "بیا رانشئ ګنې مونږ به مو ووژنو"

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG