لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې به ځمکني عمليات ګټور نه وي ، صدر اوباما


صدر اوباما وئيلي چې شام ته روس هم رسېدلی دی او ايران هم دغلته خپل نور خلک ليږي
صدر اوباما وئيلي چې شام ته روس هم رسېدلی دی او ايران هم دغلته خپل نور خلک ليږي

د امريکې صدر باراک اوباما وئيلي چې په شام کې به د پوځ ځمکني عمليات " ګټور ثابت نه شي " .

د جمعې په ورځ خبريالانو سره په خبرو کې نوموړي وئيلي چې شام ته روس هم رسېدلی دی او ايران هم دغلته خپل نور خلک ليږي ، خو " دا به هم ګټوره نه وي ولې چې د يو داسې حکومت ملاتړ کولی شي کوم چې د شام د غالب اکثريت په نظر کې غېرقانوني حکومت دی " .

د امريکې د صدر دغه بيان په داسې مهال مخې ته راغلی دی چې روس او امريکا په شام کې فضايي عمليات کوي او دواړه ملکونو په دې خبرې اصولي تړون کړی چې جنګي الوتکې به يې په يو بل د مخامخ ورتلو نه ځان بچ کوي .

د صدر اوباما په وينا د ستمبر په اخره کې د روس لخوا په شام کې د پوځي عملياتو پېل کېدو نه پس دغه يواځينۍ خبره ده چې دواړه ملکونه پرې صلاح شوي دي .

خو د نوموړي په وينا " د تګ لارې په معامله باندې کوم ذهني يو والی نشته " .

امريکې تېر کال د ستمبر په مياشت کې په شام کې د تُندلارې ډلې داعش په ضد د اتحاديانو سره په ګډه فضائي عمليات پېل کړي ، او ورسره ميانه روه شامي ياغيانو ته تربيه او وسله هم ورکوي .

روس په شام کې د بشارالاسد نزدې اتحادي دی او تېره مياشت يې دغلته پوځي عمليات پېل کړي او په دې خبره زور راوړي چې يواځې د داعش اهداف په نخښه کوي .

خو امريکا او مغربي هېوادونه په دې خيال دي چې ماسکو د داعش نه زيات هغه ياغيان په نخښه کوي کوم چې د بشارالاسد د حکومت په ضد لګيا دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG