لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب: د شيعه مسلمانانو په مجلس بريد کې پينځه کسان وژل شوي


د سعودي ټيلي ويژن العربيه ترمخه د حمله کوؤنکي تعلق د تُندروه ډلې داعش سره ؤ .
د سعودي ټيلي ويژن العربيه ترمخه د حمله کوؤنکي تعلق د تُندروه ډلې داعش سره ؤ .

د سعودي عرب د ځايي ميډيا ترمخه د هېواد په ختيزه صوبه کې د شيعه مسلمانانو په يوه مذهبي غونډه (مجلس) باندې د وسله په لاس يو کس په ډزو کې پينځه کسان وژل شوي، او د پوليس په ځوابي کارروائۍ کې حمله کوؤنکی هم وژل شوی دی .

د سعودي ټيلي ويژن العربيه ترمخه د حمله کوؤنکي تعلق د تُندروه ډلې داعش سره ؤ . او خپله داعش ډلې هم د دغې بريد زمه واري قبوله کړې ده .

د مطبوعاتي راپورونو ترمخه پېښه چې د سعودي عرب د ختيزې صوبې په قطيف سيمه کې رامنځته شوې ده ، رائټرز خبري اداره د يو ځايي تن له قوله وايي چې حمله کوؤنکی کس په يو ټېکسي کې هلته رسېدلی ، خو چرته چې مجلس روان ؤ ساتونکو يې هغه ودرولی ؤ .

ورستو پوليس هم دغه ځايې ته رسېدلي او د ډزو او نښتې په نتيجه کې څو کسان ژوبل شوي دي .

د پېښې د ځايي يوه خپره شوې ويډيو کې ليدل کيږي چې په د غونډې په ځايې (هال) کې عبادت کوؤنکي چې پکې ماشومان هم شامل دي ، د ډزو اورېدو سره بهر پله منډه کوي خو د ويرې نه بيرته واپس ستانه شي .

داعش ډلې په وروستيو مياشتو کې په سعودي عرب کې خونړي بريدونه پېل کړي چې دغلته فرقه ايزې نښتې پېل شي .

د اګست په مياشت کې د سعودي عرب په جنوب لوئيديزه سيمه کې د ځايي امنيتي ځواک په يو جومات باندې ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او د مئ په مياشت کې د شيعه مسلمانانو په جوماتونو دوه ځانمرګو بريدونو کې ۲۵ نمونځ کوؤنکي وژل شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG