لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان وزيراعظم وائي دترهه گرو ملا ماته شوې ده


 دوزيراعظم ميا نواز شريف په مشرۍ دجمعې په ورځ اسلام اباد کې دلوړې کچې يوه غونډه کې دهيواد په کورنو امنيتي چارو اؤ سيمه ييز صورتحال غور شوى دى.
دوزيراعظم ميا نواز شريف په مشرۍ دجمعې په ورځ اسلام اباد کې دلوړې کچې يوه غونډه کې دهيواد په کورنو امنيتي چارو اؤ سيمه ييز صورتحال غور شوى دى.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف هيواد څخه دترهه گرۍ دمخنيوي اؤ امنيت دټينگښت لپاره دامنيتي ادارو دقربانو اؤ هڅو ستائينه کړې اؤ دعوه يې کړې ده چې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان دضرب عضب عملياتو څخه وروستو هيواد کې امن پځايې شوى دى.

دوزيراعظم ميا نواز شريف په مشرۍ دجمعې په ورځ اسلام اباد کې دلوړې کچې يوه غونډه کې دهيواد په کورنو امنيتي چارو اؤ سيمه ييز صورتحال غور شوى دى.

دلوړې کچې په دغه مشاورتي غونډه کې دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف، دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) وياند ليفټننټ جنرل عاصم باجوه ، دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان، دوزيراعظم ځانگړي مرستيال طارق فاطمي اؤ نورو لوړپوړو چارواکو برخه اخستې ده.

غونډې ته دوينا په مهال وزيراعظم نواز شريف وويل چې دترهه گرو ملا ماته شوې اؤ هغوي ته به دوباره دسر پورته کولو اجازه نۀ شي ورکولى.

وزيراعظم وويل چې هيواد کې دامن وامان دحالت ښه کيدو سره په معيشت هم مثبتې اغيزې شوي اؤ سرمايه کارۍ کې اضافه کيږي.

نوازشريف وويل چې داقتصادي راهدارۍ منصوبه دپاکستان دروښانه مستقبل يوه منصوبه ده، هغه وويل چې راتلونکي نسلونه به يې په يو خوشحاله اؤ پرامنه پاکستان کې ژوند تيروي.

هغه وويل کراچۍ کې دهدفي عملياتو سره قتلونو، دقلنگ اخستو پيښو اؤ په کوڅو کې کيدونکو جرمونو کې په عملي توگه کمى راغلى دى اؤ دغلته اوس اولس دخوشحالۍ ژوند تيروي.

راپورونه وائي دغه غونډه کې دهيواد دداخلي امنيتي وضعيت ترڅنگ دترهه گرۍ دمخنيوي په قومي تگلاره( ايکشن پلان) دعمل درامد جاج هم اخستل شوى دى.

دغونډې په مهال امريکا ته دپاکستاني وزيراعظم ميا نواز شريف دراتلونکي سفر په اړه هم خبرې اترې اؤ په ځانگړې توگه امريکائي صدر براک اوباما سره دليدنې ترڅنگ افغانستان کې دجوړجاړي دعمل په اړه هم غور شوى دى.

دميډيا راپورونو ترمخه سپينې ماڼۍ وئيلي دي وزيراعظم نواز شريف اؤ صدر براک اوباما به دراتلونکې اوونۍ پخپله ليدنه کې په جوهري تړون لاسليک نۀ کوي خو دواړه مشران به دغه ليدنه کې په جوهري معامله خبرې اترې کوي.

ټاکل شوې ده وزيراعظم نواز شريف به په ٢٢م اکتوبر صدر اوباما سره ديوې ليدنې لپاره په ٢٠م اکتوبر امريکا ته رسيږي.

راپورونه وائي غونډه کې دنورو معاملو ترڅنگ قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان دورانکارو په ضد دروانو عملياتو ضرب عضب دپرمختگ اؤ کراچۍ کې دمجرمانو په ضد په روانې کارروايۍ هم خبرې اترې شوي دي.

پاکستان تيرکال په ١٥م جون شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دسيمه ييزو اؤ غيرملکي ترهه گرو په ضد دضرب عضب په نوم عمليات پيل کړي وؤ چې پکې پوځ دعوه کوي تر دې مهاله يې د٣٥٠٠ؤ څخه زيات ترهه گر وژلي اؤ دهغوي په سلگونو ځالې يې هم تباه کړي، خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه ددغو دعوؤ پخلى نۀ شي کيدى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG