لاس رسیدونکی لینک

دپاکستان اؤ روس ترمينځ دگيس پا ئپ لا ئن په منصوبه لاسليک


په دې تړون دپاکستان دپيټروليم اؤ قدرتي وسيلو وزير شاهد خاقان عباسي اؤ دروس دانرژۍ وزير اليگزينډر نووک دجمعې په ورځ اسلام اباد کې لاسليکونه کړي دي. ددستورې په مهال دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف هم موجود ؤ.

پاکستان اؤ روس دگيس پا ئپ لا ئن دمنصوبې په يو تړون لاسليک کړى دکوم لاندې چې به کراچۍ نه لاهور پورې ١١٠٠ کلو ميټره اوږد پا ئپ لا ئن خورولى شي.

په دې تړون دپاکستان دپيټروليم اؤ قدرتي وسيلو وزير شاهد خاقان عباسي اؤ دروس دانرژۍ وزير اليگزينډر نووک دجمعې په ورځ اسلام اباد کې لاسليکونه کړي دي. ددستورې په مهال دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف هم موجود ؤ.

د١١٠٠ کلو ميټره اوږد گيس ددې پائپ لا ئن له لارې به 12.4اربه کيوسک ميټره قدرتي گيس منتقلولى شي اؤ ددې جوړولو لپاره به روس ددوؤ اربو ډالرو سرمايه کاري کوي، ددې منصوبې لمړى پړاؤ به دسمبر ٢٠١٧م پورې مکمل شي.

دپاکستان اؤ روس ترمينځ اوسنو کلونو کې ددفاع په گډون بيلا بيلو څانگو کې مرسته شوې ده، دپاکستان اؤ روس ترمينځ دجنگي الوتکو اؤ هيلي کاپټرو دورکړې لړ کې هم خبرې اترې روانې دي.

ددواړو هيوادونو ترمينځ دايم ائي 35 هيلي کاپټرو دورکړې په تړون هم لاسليکونه شوي دي.

دپاکستان حکومت وائي هيواد کې دانرژۍ دکمي پوره کولو لپاره په بيلا بيلو منصوبو کار کوي چې پکې دنورو هيوادونو څخه مرسته اؤ سرمايه کاري هم ترلاسه کولى شي.

سږکال دپاکستان اؤ چين ترمينځ داقتصادي راهدارۍ په منصوبه هم کار پيل شوى، ددواړو هيوادونو چارواکي دغه منصوبه دسيمې دپرمختگ لپاره مهمه گرځوي.

د٤٦ؤ اربو ډالرو دمصرف دغه منصوبه کې دچين دکاشغر ښار څخه دپاکستان ساحلي ښار گوادر پورې دسړکونو، مواصلاتو، صنعتونو اؤ بنيادي ځاندرې يو جال غوړولى شي.

دانرژۍ په گډون پاکستان کې بيلا بيلو څانگو کې امريکا هم سرمايه کاري اؤ مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG